جمعه, ۳۱ حمل ۱۴۰۳

why-wordpress
A couple celebrating.

غم او خوشحالي

18 July 2019

یو سړی چې له خپل ښاره بیرون وتلی و، د بیرته راستندو سره ګوري چې کور یې اور اخیستی. دا په ښار کې تر ټولو ښایسته کور و، او ده له خپل کور سره ډیره مینه لرله. ډیری خلک حاضر وو چې ډبل پیسې ورکړي او کور واخلي، مګر هغه هیڅ کله موافق نشو چې کور خرڅ کړي په هیڅ قیمت او اوس د ده د سترګو ته مخ کور د سوځیدو په حال کې دی. په زرهاو خلک راټول شول، خو هیڅ یې هم ونشوی کولی. اور په هر لوري خپور او وژونکی شو، حتا که کوښښ مو هم کړئ وی هیڅ به مو ژغورلي نه وو. نو سړي ډیر خپه شو.

زوی یې رامنډې کړې او په غوږ کې یې وپسنید، تشویش مه کړه، ما پرون کور خرڅ کړی او په ډیر ښه قیمت. واړاندیز ډیر ښه و، نو ځکه تاته په تمه کیدی نشوی، ومې بښه.

پلار یې وویل: خدایه شکر. اوس د موږه نه دی! اوس نو دی آرامه شو او د نورو لیدونکو په څیر خاموشه ودرید.

لږ څه وروسته دویم زوی یې رامنډه کړه او پلار ته یې وویل: څه شی کی؟ کور اور اخیستی او تاسو ورته ګورئ؟ پلار یې وویل: ته نه یې خبر چې ورور دې کور خرڅ کړی.

هغه وویل: موږ یواځې بیانیه اخیستې، نه ټولې پیسې. اوس نو شک لرم چې هغه سړی به یې واخلي او که نه.

د پلار په سترګو هغه اوښکې چې ورکې شوې وې بیا راپیدا شوې. د زړه تدزا یې زیاته شوه. د لږ ځنډ وروسته درېیم زوی یې راغی، او وویل: هغه سړی په خپله خبر درېدلی، زه بس همدا اوس ترې راغلم. هغه داسې وویل مهمه نده چې کور سوی یا نه، هغه اوس زما دی. او هغه پیسې چې ما منلې وې هغه درکوم. نه تاسو پوهیدئ چې کور سوځي، نه زه پوهیدم.
بیا نو ټول آرامه او بې غمه ودریدل او لیدل یې چې کور سوځي.

پند: د انسانانو د طبیعت تشریح کول ډیر پېچلی دی. که څه هم دلته هغه کور له لاسه تللی و چې هغه سړي ورسره مینه درلوده، آرامه شو چې کله پوه شو چې نور یې خپل نه دی. هغه هیڅ کله نه غوښتل چې چاته یې ورکړي تر هغه مودې چې کور ښکلی و، مګر همدا چې ښکلا یې له لاسه ورکړه، هغه یې هیڅ پروا هم نلره چې ګټه په کې وه. غم او خوشحالي شا په شا ورته راتله کله چې هر یو زوی یې ورته خبرې کړلې. مګر، تر ټولو مهمه خبر چې پرې پوه شو هغه دا ده چې، څنګه د هغه احساس تغیر کړلو. څنګه د هغه زیان او ګټې د ده احساس د کور په مقابل کې تغیرولو، چې ډیر زیاد پرې ګران و. په اوس وخت کې له بده مرغه موږ د زیان یا ګټې پر بنسټ خپلو اړیکو او ملګرتیاو ته لومړیتوب ورکوو. هر څوک باید دا کیسه درک کړي او خپل اخلاقو ته یې وسپاري.