جمعه, ۱۰ وری ۱۴۰۳

why-wordpress
AcneRemoval1

ولې پر مخ دانکۍ راپیدا کېږي او کۀ پیدا شي، څۀ ور سره وکړو؟

17 October 2019

ژباړه: حمیدلله حمیدي

تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست، چې مېلمستیا او یا له یوې مهمې لیدنې مخکې پر مخ د ځواني دانو په له منځه وړلو لګیا وي؟ پر مخ د نینکیو راختل هغه پېښېدونکي څه دي، چې د هېچا نه خوښېږي. دغه نابللي مېلمانه له دعوت پرته راځي او په ډېرې سختي بېرته ځي.

کېدای شي د دې ناروغۍ درملنه ځینو پیدا کړې وي، خو یوازې د ځان لپاره یې، ځکه پر مخ د نینکیو را ختل په هر چا کې بېلا بېل عوامل لري چې بو بل ته ورته نه دي. خو ځېنې تېروتنې هم د دې لامل کېږي، چې پر مخ مو نینکۍ را وخېژي.

د بېلګې په توګه د بالښت پوښ پر وخت نه مینځئ، تل د خپل مخ پر پوستکي لوبې کوئ او لاس پرې را کش کوئ او نور هغه څه چې پر مخ د نینکیو را ختلو لامل کېږي.
له موږ سره اوسئ تر څو په دې اړه نور هم پوه شئ.

له نینکیو سره دغه چلند مه کوئ:

۱– د نینکیو یا دانکیو چاودول
کلکې او دردونکې نینکۍ چې پر پوستکي راخېژي هېڅکله هم مه چاودوئ. ځکه دغه کار د دې لامل کېږي، چې د نینکۍ ځای تر ډېره پر پوستکي پاتې شي او ژر جوړ نه شي. که په پوره مهارت سره له نینکۍ زوه و ایستل شي کومه خبره نه ده، خو که یو څه جدي وي بیا ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي.

۲– نینکۍ په هېڅ ډول رنګ مه رنګوئ
پر بېلا بېلو رنګونو او غوړو موادو د نینکۍ رنګول او غوړول خطرناکې پایلې لرلی شي، نو له دې کار څخه جدي ډډه وکړئ. په ټوله کې که پر مخ د نینکیو پر مهال له ارایشي موادو څخه ډډه وشي ګټه به یې ډېره وي. د سینګارتوکو ډېری کمپنۍ ادعا کوي، چې د همدې ناروغۍ لپاره یې ځانګړي کریمونه بازار ته وړاندې کړي دي، پام مو وي چې د اعتبار وړ نه دي. ځکه د نینکیو درملنه د پوستکي له د ننه څخه کېږي نه له بېرون څخه.

خو څه شی پر مخ د نینکیو را ختو لامل کېږي؟

۳– له ورزش وروسته د مخ نه مینځل
د ورزش له ګټو ټول خبر یوو. خو که له ورزش وروسته مخ ونه مینځل شي، ارو مرو پر مخ د نینکیو پیدا کېدو لامل کېږي. که له ورزش وروسته مخ ونه مینځل شي، د مخ پر پوستکي باکتریاوې رامنځ ته کېږي، چې د نینکیو اصلي لامل د باکتریاو تجمع ده او بس.

۴– د مخ په مینځلو کې افرط کول
د ورځې په اوږدو کې په مکرر ډول د مخ مینځل د ګټورو باکتریاو د له منځه تلو لامل کېږي، چې د مخ ساتنه کوي. خو تر ډېره د مخ مینځل په مینځونکو موادو پورې هم اړه لري. هڅه وکړئ، د مخ مینځلو لپاره بېلا بېل او متنوع مواد وکاروئ. داسې مواد چې په ژمي او اوړو دواړو کې د مخ لپاره ګټور تمام شي.

۵– د ناپاک بالښت کارول
بالښت چې د انسان له مخ سره د خوب پر مهال په مستقیمه توګه تماس لري، نو باید پاک وساتل شي. که د خوب بالښت مو خیرن وي، نو ارو مرو پر مخ د نینیکو پیدا کېدو لامل کېږي. ډېری کسان کله چې په بل ځای کې مېلمه شي، سهار یې پر مخ نینکۍ راختلې وي، مانا دا چې له خیرنو جامو، کالو او هغه څه سره چې له پوستکي سره یې یې اړیکه لري حساسیت پیدا کوي.

په بازار کې د حمام پر روی پاک د مخ وچول، د موبایل پاک نه ساتل، پر سر د خیرن دستمال او خولۍ اچول او په سر کول، پر مخ ډېر لاس کشول او د لمر ضد کرېمونو نه کارول هغه موارد دي، چې پر مخ د نینکو د را پیدا کېدو لامل کېږي. د یادولو وړ ده چې ډېری کسان له ګرمو او ترخو خوراکونو سره هم حساسیت لري، چې په پایله کې یې پر مخ د نینکو د را پیدا کېدو لامل کېږي.

د مخ دانکی,کشورآژانس,مخ