جمعه, ۳۱ حمل ۱۴۰۳

why-wordpress
images (1)

که روښانه راتلونکی غواړئ؛ باید له ځان څخه دا ۵ پوښتنې هرو مرو وکړئ

16 January 2020

حضرت عثمان نوري

که غواړئ خوښ او سوکاله راتلونکی ولرئ، اړ یاست چې ځان وپوښتئ، خو څنګه او څه وپوښتئ؟ دا لیکنه تر پایه ولولئ، پوه به شئ چې هغه ۵ پوښتنې کومې دي چې تاسې یې باید هرو مرو له ځان څخه وکړئ.  څه دي چې ویې کړئ، څه اړین دي او څه اړین نه! انسان ارزښتمن دی او پکار ده چې هغه څه ته ارزښت ورکړي چې شخصیت ته یې تر هڅه ژر او ښه پرمختګ ورکولی شي.

دلته به موږ پر ۵ هغو لارو چارو رڼا واچوو چې ستاسې راتلونکی روښانه کوي، هڅه وکړئ چې عملي یې کړئ او سم ځواب ورته وویاست.

لومړی: وخت څنګه تېروم؟

دا چې د ژوند بېلابېل پړاوونه تېروئ، فکر وکړئ چې پر څه مو تېر کړي او راتلونکي ته مو پلان څه دی؟ که غواړئ راتلونکی مو روښانه وي، د وخت په ارزښت پوه شئ او اړینه یې وګنئ. که وخت سره زر ګڼو، ښه نه کوو، سره زر په هر قیمت رانیولی شو، خو وخت په هېڅ قیمت نه ودریږي. درناوی یې وکړئ او خیال یې وساتئ.

دوهم: ډېر وخت له چا سره او څنګه تېروم؟

ژوند د دې فاني نړۍ ستر نعمت دی او د بېلابېلو انسانانو ملګری بلل کیږي. ارزښتمن او شیرین ځکه دی چې انسان ته یوازې یو ځل ورکول کیږي. نړۍ مختلفه ځکه ده چې بېلابېلو فکرونو څښتنان لري. ستا له نظره ښه انسانان هم لري او بد هم.

که خپل ژوند له هغو ملګرو سره تېر کړئ چې ژوند مو در شتمن کړي، سمې لارې ته مو مخه کړي او له شومو موخو او پلانونو مو را وګرځوي، ډېر ژر به وګورئ چې په ریښتیا مو ژوند بدلون کړی.

درېیم: له شته امکاناتو مې ګټه اخېستې؟

که حریص یاست، ومنئ چې بدبخته هم یاست، که لګښتونه کوئ، ښه کوئ، خو په کومو لارو؟ په هغه لارو چې ستاسې شخصیت د اسمان ځلانده ستوری ګرځوي. د انساني ژوند بېړۍ تر هغه وخته په دریاب نه ډوبیږي چې پر سم فکر مخته روانه وي. هڅاند اوسئ او مه هېروئ چې له شته امکاناتو په ښه ډول ګټه واخلئ.

څلورم: څه زده کړم او څه نه

که محسوسوئ چې له پرمختګ په ډېر لري واټن کې یاست او غواړئ خپل شاته تګ سره مخه ښه وکړئ، اړ یاست چې د هغه څه په زده کړه ځان بوخت کړئ چې ستاسې سره د شخصیت په لوړونه کې آهم رول لري. مثلاً ارواپوهنه، روغتیا، ساینس او ټکنالوژي ولولئ او هغه چې تاسې ته ګټور ښکاري، ویې لولئ او زده یې کړئ. په خپلو وړتیاوو او مهارتونو کولی شئ د خپل ژوند مسیر ډېر ژر بدل کړئ.

پنځم: څنګه د نورو زړونه خپل کړم؟

که اولیت خپلو خوښېو ته ورکوئ، ښه کوئ، که د ملګرو او خپلوانو زړونه لاسته راوړئ، هم ښه کوئ. که خپلې وړتیاوې د نورو په چوپړ مصرفوئ، دا مو هم ښه فکر دی او کولی شئ چې د ډېرو ملګرو او خپلوانو په زړونو کې ننوځئ.  دا ناسمه ده چې انسان بشپړ دی، انسان کمزوری دی او باید یو بل ښه درک کړي. د اړتیا او مرستې پر مهال یې لاسنیوی وکړي او راشه درشه ورسره جاري وساتي.

نوټ: که خپلو وړتیاوو ته ارزښت ورکړو، په کار یې واچوو، دغه راز خپلو موخو ته پاملرنه وکړو، څه چې کوو، لومړی یې ښه وسنجوو او بیا یې په اړه فکر وکړو، همدارنګه د خپل او د نورو ژوند په اړه هم فکر وکړو، څه چې سم سنجوو ویې کړو او څه چې راته ناسم ښکاري، ډډه ترې وکړو. دا ښه او غوره ژوند دی. پېل یې کړه او خیال په واقعیت بدل کړه. (ته ګټونکی یې.)

روښانه راتلونکی,کشورآژانس