جمعه, ۳۱ حمل ۱۴۰۳

why-wordpress
images (2)

مېرمنه او خاوند د خوښ ژوند لپاره څه وکړي؟

16 January 2020

حضرت عثمان نوري 

پرته له مېرمنې انسان نیمګړی دی، مېرمن مور ده، خور ده، ترور ده او په ټوله کې د کور راټولوونکې او سمبالوونکې ده. خاوند پرته له مېرمنې، او مېرمن پرته له خاونده ژوند نیمګړی او پیکه تېروي. ددې لپاره اړینه چې ګډ (جوړه) ژوند غوره شي.

فکرونه مختلف وي، وخت نا وخت خاوند او مېرمن د ژوند په بېلابېلو بوختیاوو جنجال او شخړه کوي. دا چې د خاوند او مېرمنې ترمنځ د جنجال او شخړو څه ډول مخنیوی وکړو، دلته یې لارې چارې درښيیو.

لومړی: یو بل ته ښه پام وکړئ

که له یو بل سره یو ځای وخت تېروئ، بیا ومنئ چې باید یو بل ته درناوی هم وکړئ، د خبرو پر مهال ورته خپل ټول پام را وګرځوئ او د اړتیا وړ ځوابونه یو بل ته ووایاست. کله مو چې میرمن درسره خبرې کوي، نو هغه مهال د کمپیوټر او یا هم ټیلیفون له کارونې ډډه وکړئ او پر ځای یې یو بل ته ښه پاملرنه او توجو وکړئ.

دوهم: ښې خبرې وکړئ

که غواړئ د خوښ ژوند مالګه وڅکئ، د ورځې په اوږدو کې یو له بل سره ښې خبرې اترې وکړئ، له اضافي خبرو ډډه وکړئ او یو د بل سره په هغو جنجال جوړوونکو موضوعاتو هېڅ بحث ونه کړئ چې ژوند در بدرنګوي او مجبوروي مو چې یو له بل سره جنجالیز موضوعات وڅېړئ. دغه راز له احساساتو مو کنترول او له غصې ډډه وکړئ.

درېیم: د مینې نړۍ کې خپلې خاطرې شریکوئ

که د یو بل زړه لاسته راوړو، یو هنر کاروو او هغه هنر دا دی چې د مقابل شخص درناوی کوو. د مېرمنې او خاوند تر منځ هم همدا ګټور پلان دی. یو له بل سره د ښه ژوند تېرولو لپاره خپلې ښې خاطرې شریکې کړئ، مقابل لوری وستایئ، دا چاره له تاسې سره مرسته کوي چې پر ځان یې ښه او ژر مئینه کړئ. دغه راز د یو او بل ژوند ته ښه پام وکړئ، درد یې حس کړئ او د اړتیا پر مهال ورسره مرسته وکړئ.

څلورم: طبعې مختلفې دي، پام ورته وکړئ

دوه مختلف فکرونه ځیني وخت یو تر بله ټکر لري، څوک ژمی خوښوي او څوک اوړوی، څوک یو ډول خواړه خوښوي او څوک بل؟ څوک یو ډول لېوالتیا لري او څوک بل ډول. دا چې مقابل لوری مو څه خوښوي، خوښې ته یې ارزښت ورکړئ. دغه راز یو له بل سره شوخي کول مو هم یو تر بله خوږ ژوند ته بیايي.

پنځم: مقابل لوری درک کړئ

هڅه وکړئ چې د یو بل عادتونه ښه درک کړئ، ذوق یې مطالعه کړئ او څه چې مقابل لوری ښه ګڼي، که په ریښتیا هم ښه و، تاسې یې هم ښه وګنئ. د مقابل شخص د بدلولو کوښښ مه کوئ.

کشورآژانس,میرمنه او خاوند