پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
DfQ11qzWsAAktXX

د کرونا له ویرې سعودي کې مسجدونه وتړل شول

18 March 2020

سعودي کې له مسجد حرام او مسجد نبوي پرته ټولو جوماتونو کې د کرونا ویروس له ویرې د پنځه وخته لمونځ بندیز ولګېد.

سعودي رسنۍ وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په پار یې په ټول هېواد کې د ټاکلې مودې لپاره مسجدونه د پنځه وخته او جمعې لمونځ لپاره وتړل.

د سعودي پریس اژانس راپور د علماو شورا د مشر په حواله لیکلي، په ټولو جوماتونو کې به اذان کیږي خو خلک به د لمونځ لپاره مسجدونو ته نه ځي، مګر دا پریکړه د مسجد حرام او مسجد نبوي لپاره نه پلي کیږي.

د سعودي حکومت لخوا دا پریکړه په هېواد کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په خاطر شوې ده.

سعودي عربستان کې له دې وړاندې سینماګانې، رستورانتونه، مالونه عامه ځایونه او الوتنې ځنډول شوي، ددې سربېره د ټاکلې مودې لپاره د عمرې ادا کول هم منع شوي دي.

له دې وړاندې د بیت الله شریف صحن هم د سپری کولو او د ویروس څخه د پاکولو په خاطر د یوې ورځ لپاره د لمونځ کونکو پرمخ تړل شوی و.

تر دې مهاله سعودي عربستان کې د کرونا ویروس ۱۷۱ پېښې ثبت شوي خو تر اوسه د کومې مړینې خبر نه دی ورکول شوی، ددې برعکس شپږ تنه بیرته روغ شوي دي.

باید وویل شي چې د سعودي سربېره په عربي اماراتو، کویت او قطر کې هم د کرونا ویروس له ویرې مسجدونه د لمونځ کونکو پرمخ تړل شوي دي.

 

عربستان سعودی,کرونا,کرونا ویروس,کشورآژانس,ویروس کرونا