پنج شنبه, ۹ وری ۱۴۰۳

why-wordpress
Memorial Day at the U.S. Embassy in Kabul, Afghanistan on Monday, May 30, 2011. (S.K. Vemmer/Department of State)

د امريکا سفارت: امريکايي وګړي دې له افغانستانه ووځي

18 March 2020

په کابل کې د امريکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي، چې له افغانستانه ووځي.

د سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د امريکايي اتباعو امنيت او روغتيا دوی ته لومړيتوب لري.

اعلاميه زياتوي، تر نامعلومې مودې د امريکايي اتباعو لپاره د قونسلۍ ټول خدمات ځنډول شوي دي.

د سفارت مسؤولينو له امريکايي اتباعو غوښتي، چې له افغانستانه د وتلو لپاره په سوداګريزو پروازونو کې ووځي، چې اوسمهال د عامو الوتکو په څېر کرايې اخلي.

اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي، چې د سفارت کارکوونکي دې هم له افغانستانه ووځي که نه او نه هم د اعلاميې د خپرولو په اړه بشپړ جزئيات خپاره شوي دي.

سفارت دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې په افغانستان کې د کرونا ويروس ۲۲ مثبتې پېښې رامنځته شوي او د نورو زياتېدو اندېښنه يې هم شته.

امریکا,امریکا سفارت,امریکایی,امریکایی چارواکو,کشورآژانس