پنج شنبه, ۹ وری ۱۴۰۳

why-wordpress
98030125_3086860351394114_7883265854509416448_o

طالبانو او د هغوی د ترهګرو همکارانو په بریدونو کې ۳۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

16 May 2020

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند وایي، چې د روژې میاشتې د درېیمې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو او د هغوی د ترهګرو همکارانو د بریدونو په ترڅ کې ۷۹ ملکي وګړي په شهادت رسېدلي او ۲۱۸ نور ټپیان شوي دي.
جاوید فیصل، د یوه خبري کنفرانس زیاته کړه: د روژې میاشتې د درېیمې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو او د دغې ډلې د ترهګرو همکارانو د بریدونو کچه، د یادې میاشتې د دوهمې اوونۍ پرتله، ۳۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
فیصل وویل، طالبانو او د دغې ډلې ترهګرو همکارانو، په دې بریدونو کې چې په ۲۱ ولایتونو کې یې تر سره کړي دي؛ پر ملکي وګړو هېڅ ډول ترحم ندی کړی او هغوی یې هدف ګرځولي دي.
هغه ټینګار وکړ، طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، یو له بل سره هېڅ توپیر نلري او هغوي په ګډه د افغانستان د خلکو پر ضد بریدونه کوي.
د ملي امنیت شورا دفتر ویاند وویل: افغانستان له خپلو شریکانو او متحدینو څخه هیله لري، څو هغو مخالفینو او ترهګرو ته، چې هره ورځ په افغانستان کې ملکي وګړي وژني، برائت ور نه کړي.
هغه وویل، چې تروریستان باید پر ښو او بدو تروریستانو و نه وېشل شي، ځکه چې هغوی د افغانستان د خلکو قاتلین دي او پر ښځو، سړیو، زړو او ځوانانو رحم نه کوي.
#