پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
Eegz5byXsAUuhGB

ملابرادر او مایک پامپیو د بین الافغاني خبرو او طالب بندیانو په اړه خبرې وکړې

04 August 2020

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي، د دې ډلې مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملاعبدالغني برادر اخوند او د قطر د دفتر نورو غړیو د امریکا له باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سهیل شاهین ویلي چې ملا برادر او ورسره ملګري پلاوي د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره د بین الافغاني خبرو د پیلېدو او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د شاهین په وینا، دواړو خواوو د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم وباله.

د طالبانو ویندوی دا هم ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو له لوري په اختر کې د اوربند د دوام هرکلی وکړ.

شاهین په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د دوام غوښتنه وکړه او که یې نه ده کړې.

د افغانستان حکومت ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیان په دې خاطر نه خوشي کوي چې په لویو جرمونو کې ککړ دي او محکمو محکوم کړي دي.

ولسمشر غني د دغو بندیانو د خلاصون په اړه پرېکړه مشورتي لویې جرګې ته پرې ایښې چې ټاکل شوې ده د روان اسد په اوولسمه (یوه اوونۍ وروسته) جوړه شي.

ولسمشر غني د اختر په لومړي ورځ ویلي و، چې د اساسي قانون او د جزا کوډ په اساس د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او باید د هغوی په اړه لویه مشورتي جرګه پرېکړه وکړي.

د افغانستان حکومت وايي د ۵ زره طالب زندانیانو له ډلې ۵۹۲ یې په جنايي جرمونو کې ښکلیل دي.

امریکا,بین الافغانی,بین الافغانی ناسته,سوله,قطر,کشورآژانس,مایک پامپیو,ملا برادر