there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
طالبان: تر ۳ راتلونکو کلونو نفت صادروو
05 January 2023
د طالبانو د رژيم چارواکو نن د چين (CPEIC) کمپنۍ سره د آمو نفتي حوزې د نفتو د استخراج تړون لاسليک کړ.
د طالب چارواکو په وينا، د دغه تړون له مخې به د سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونو په ۴۵۰۰ کيلو متره مربع ځمکه کې ياده کمپنۍ نفت استخراج کړي.
د طالبانو ویاند وویل، چې هره ورځ به تر زر تنو پورې نفرت استخراج او دغه کچه به تر ۲۰ زره ټنو پورې لوړه شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور وويل، چې افغانستان پراخ معادنونه لري او په «راتلونکي عربستان» به بدل شي.
د ملا دلاور په وینا، د دغه تړون له عملي کیدو سره به نه یوازې د افغانستان نفتي اړتیاوې پوره شي؛ بلکې دغه هېواد به نورو هېوادونو ته هم نفت صادر کړي.
شهاب الدين دلاور زياته کړه، چې د تړون له مخې که چینایي شرکت په لومړيو دوو مياشتو کې خپل کار په جدي ډول پیل نه کړي، تړون به په اتومات ډول لغوه شي.
د طالبانو د نفتو وزير د یاد شوي شرکت د پانګونې په اړه وويل:« په اول کال ۱۵۰ ميليونه ډالره پانګونه کیږي، درې کاله وروسته به د ۵۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې سره د آمو حوزې د پراختيا او نفتي څاګانو د کشف لپاره پانګونه وشي.»
دلاور زياته کړه، چې د پراختيا پروګرام په ترڅ کې ممکن نورې نفت لرونکي سیمې هم کشف او نفت ورڅخه استخراج شي.
د طالبانو د نفت د وزير په وينا، اټکل کیږي چې هره ورځ د سرپل ولايت د قشقري د نفتو له زېرمې تر ۲۰۰ ټنو پورې نفت استخراج شي.
هغه د آمو حوزې د نفتو د څاه ګانو ټول ارزښت شاوخوا ۷ ميليارده ډالره يانې ۸۷ ميليونه بوشکې نفت اټکل کړ.
شهاب الدين دلاور او ملا برادر څو مياشتې مخکې سرپل ته د نفتو د يادې زېرمې د افتتاح لپاره سفر کړی و.
طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنيدو وروسته، هڅه کړې چې د بهرنيانو، په خاصه توګه د چینایانو پام د افغانستان کانونو ته واړوي.
چین په تېرو شلو کلونو کې د مس عینک او آمو نفتي حوزې د نفتو حوزې د استخراج تړونونه کړي وو، خو د طالبانو د پرله پسې امنيتي ګواښونو له امله ېې تړونونه عملي نه کړای شول.
مخکې د افغانستان جمهوري نظام د چین د نفتو ملي شرکت سره په ۱۳۹۰ کې د آمو نفتي حوزې د استخراج ۲۵ کلن تړون کړی و.
ياده نفتي حوزه په ۱۹۳۲ کې کشف شوې ده.