there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
بولټن: د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت ملاتړ د واشنګټن اخلاقي مسوولیت دی
06 January 2023
مینه میرعلیخیل
د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، چې واشنګټن باید د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت ملاتړ وکړي.
بولټن امريکا غږ ته وویل، چې دا ملاتړ ممکن په پټه توګه وشي.
نوموړي د دې ټکي له بيانولو سره، چې د طالبانو مخالفې ډلې باید لومړی امريکا ته خپل لومړیتوبونه روښانه کړي وویل:« مهمه ده ووینو، چې د افغانستان د مقاومت د ملاتړ لپاره څه کولای شوو. دا ملاتړ د شوروي له لوري د افغانستان د اشغال پر وخت هم موجود و. د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال هم موجود و، فکر کوم چې دا اوس هم د افغانانو واقعي هیله منعکسوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په وروستيو کې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیرې کرن دیکر يو شمېر خبريالانو ته وويل، چې واشنګټن د افغانستان د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي.
مېرمن دکر وویل: « هیڅ افغان نور جګړه او تاوتریخوالی نه غواړي، د اختلافاتو د حل لپاره خبرې او سیاسي مذاکرات غوره لاره ده.»
له دې سره، د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو ويستل د دغه هېواد د اوسني وضعيت له عواملو وګڼل او وویل، چې امريکا متحده ايالات له دې کبله هم د افغانستان د وسله وال مقاومت د ملاتړ اخلاقي مکلفيت لري.
نوموړي وويل:« فکر کوم چې په هېواد کې د پاتې کسانو لپاره د اړیکو او تجهيزاتو امکانات برابر شي، څو هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي، له یو بل سره اړیکې ټینګې کړای شي. زما په نظر د مقاومت ځواکونو ته بايد په جدي سترګه وکتل شي، به ځانګړي ډول که د مقاومت ځواکونه وکړای شي د هېواد پر یو شمېر سیمو کنټرول پیدا کړي.»
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار دغه راز وويل، چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې د طالبانو بندیزونه د وړاندوينې وړ وو. هغه په ورته وخت کې د طالبانو دغه عمل د دوحې تړون کې د دوی د کړو ژمنو نقض وباله.
هغه وويل:« هغوی (طالبانو) غوښتل، چې لویدیځ وغولوي، دوی هیله لرله چې نورې مرستې او پر هېواد نور کنټرول تر لاسه کړي، خلکو ته تدارکات وکړي، چې ورڅخه ناراضه نه شي. هغوی د واک ته رسېدو څخه وروسته وضعیت په اړه ډېرې غير واقعي ژمنې وکړې. خو عمل ېې پرې ونه کړ.»
بولټن خبرداری ورکړ، چې د مخکيني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې له خطر سره مخ دي او له افغانستان څخه وتو ته اړتيا لري.
جان بولټن له افغانستان څخه د امریکا او ناټو په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو وتل تېروتنه وبلله او د افغانستان په اړه ېې د جدي پايلو خبرداری ورکړ.