پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
Alexander-Zemlianichenko-staff-AP

د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول

24 November 2022

جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی

 

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنيدو شاواخوا يو نېم کال کیږي. په دې موده کې د سیمې هېوادونه، چې د طالبانو په بریالیتوب کې یې مهمه ونډه لرله، په یو بل پسې د افغانستان په اړه خپل سياست بدلوي. د داعش په مهارولو کې د طالبانو ناکامي او د ختیځ ترکستان د غورځنګ، پاکستاني طالبانو تحريک، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د تاجیکستان انصارالله ډلو په شان ډلو ته په افغانستان کې میدان ورکولو د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ژوره انديښنه رامنځته کړې ده.

د سیمه ییزو هېوادونو د اندیښنې کچه د مسکو فارمټ په څلورمه غونډه کې څرګنده شوه. د پاکستان په ګډون ټولو هېوادونو د طالبانو د يو نېم کلنې واکمنۍ په اړه نیوکې وکړې. دا نارضایتي له دې سره لا روښانه شوه، چې روسیې د مسکو فارمټ غونډې ته د طالبانو استازي ونه بلل. دا په داسې حال کې وه، چې طالبان مخکې د مسکو فارمټ د درېیو غونډو يو محوري لوری ګڼل کیدل.

د سیمې هېوادونو د مسکو فارمټ په څلورمه غونډه کې خپلې اندیښنې په دوو محورونو کې مطرح کړې: د افغانستان په جغرافيه کې د خطرونو او ترهګرو ډلو د نفوذ ورځ تر بلې زیاتوالی او د ښځو او قومي- مذهبي اقلیتونو او پراخ بنسټه دولت د جوړېدو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځي. د سیمې هېوادونه دې پايلې ته رسېدلي، چې طالبان په دغو دواړو برخو کې ناکام شوي دي. د سیمې هېوادونو او په خاص ډول ایران، پاکستان، چین او روسیې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په نسکورولو او د طالبانو په واک ته رسېدو کې ونډه لرله.

دغو هېوادونو د« سولې» په نوم د سيمه ييزو غونډو له جوړولو او ورته د طالب مشرانو له بللو او همدا شان ورڅخه د تسليحاتو او پيسو له مرستو سره د طالبانو په مورال لوړیدو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ماتې کې مهم رول ولوباوه. پر کابل د طالبانو له واکمنيدو سره، ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له افغانستان سره مخه ښه وکړه، خو دغو هېوادونو هم په کابل کې خپل دیپلوماتیک حضور وساته او هم ېې له نیږدې څخه طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړ.

پاکستان، ایران، چین او روسیې خو په خپله خاوره کې د افغانستان ديپلوماتيک مرکزونه هم طالبانو ته وسپارل. په مسکو، پکن ، تهران او اسلام اباد کې د افغانستان سفارتونه اوس عملا د طالبانو په واک کې دي.

د‌ سیمې يو شمېر هېوادونو خو د طالبانو د په رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې سره کولې. يو کال او پینځه مياشتې سیمې ته کافي وخت و، څو متوجه شي چې طالبان نه يوازې د افغانستان د حکومتولۍ او رهبرۍ او سیمې سره د تعامل ظرفيت نه لري؛ بلکې د سياستونو دوام ېې ګاونډيانو او د سیمې ټولو هېوادونو ته« د خطر زنګونه» هم دي. طالبانو دغو هېوادونو ته ژمنه ورکړې وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه وي، خو اوس لیدل کیږي چې د افغانستان خاوره ګاونډیانو او سیمې ته تر ټولو لوی ګواښ دی.

د سیمې هېوادونو هيله لرله، چې طالبان به د داعش خراسان ډلې د نفوذ او فعاليتونو د پراختيا مخه ونيسي، د مرکزي اسيا او شمالي ترکستان اسلامي خوځښتونه به د مرکزي اسيا له پولو او د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه وباسي او د پاکستان د طالبانو تحریک به د دغه هېواد پوځ سره معاملې او جوړجاړي ته اړ باسي، خو د دغو ټولو غوښتنو پایلې برعکس را وختې. طالبان د سیمې له راډيکالو جریانونو سره خپلو اړيکو او ستراتيژيکې ملګرتيا ته دوام ورکوي، نه يوازې دا چې په خپل قلمرو کې يې مخه نه نيسي، بلکې میدان ېې ورکړی او د سیمې په هېوادونو کې عملياتو ته ېې چمتو کړي دي.

د لویدیز د استخباراتي بنسټونو د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې له پولو وراخوا د عملياتو وړتيا پيدا کړې ده. د مرکزي اسيا راډیکال خوځښتونه، پر خپلو اړوندو هېوادونو د برید لپاره فرصتونه څاري. په افغانستان کې د طالبانو له بریالیتوب راهیسې، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د پاکستان د طالبانو د تحریک عمليات او د پاکستان د ځواکونو تلفات څو برابره زيات شوي.

د پاکستان پوځ له طالبانو تحریک سره د یوې بشپړې جګړې پړاو ته ننوتی.

په وروستيو مياشتو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک يو شمېر لوړپوړي قوماندانان د طالبانو تر قلمرو لاندې افغانستان کې وژل شوي دي. د پاکستان د طالبانو تحریک د دغو بریدونو په غبرګون کې د ډيورنډ کرښې شاوخوا او په خیبر پښتونخوا ايالت کې خپل بریدونه څو برابره زيات کړي دي. څو اونۍ مخکې د همداسې یوه برید پر مهال د پاکستان شپږ امنيتي او دوه سرحدي ساتونکي ووژل شول.

طالبانو نه يوازې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت او موجوديت مخه نه ده نیولې، بلکی په سرحدي ولايتونو کې ېې د دوی د پټنځايونو ملاتړ کړی او مشرانو ته ېې کابل کې پناه ورکړې ده. دغه وضعيت اسلام اباد غوسه کړی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د سیمې بدلونونو او د جنګیالیو زیاتو شويو بریدونو ته په پام سره، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د خپل هېواد د سياستونو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ زغم په ختمیدو دی. هغه وويل، چې هېواد به یې په يوازې ځان د طالبانو د په رسميت پېژندلو په اړه پریکړه ونه کړي. طالبانو نه یوازې دا چې د پاکستاني طالبانو مخه نه ده نیولې، بلکې خپله په یوه سرخوږي بدل شوي. د شاوخوا یو کال په موده کې په ځلونو د طالبانو له لوري د پاکستان پر سرحدي ځواکونو ډزې شوي دي.  په دې برخه کې له دواړو لوريو څخه څو ځله د نښتو او تلفاتو او د مسافرو پر مخ د لارو د تړل کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

اوسنی وضعیت سبب شوی، چې یو شمېر څارونکي د افغانستان په اړه د پاکستان د« ستراتيژيک عمق» د سياست د بيا کتنې غوښتنه وکړي. د پاکستان مشهورې ورځپاڼې ډاون ليکلي، چې د افغانستان پر وړاندې ياد شوی سياست پاکستان ته ډېر په لوړه بیه تمام شوی. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو او واک ته د طالبانو له ستنيدو سره، د افغانستان- پاکستان سوداګريزې او ترانزیتي اړيکې کمې شوې دي. پاکستان يو بېساری اقتصادي ناورين هم تجربه کوي. د دغه هېواد پولي واحد د بهرنيو اسعارو پر وړاندې په بېساري ډول خپل ارزښت د لاسه ورکړی.

د ډېرو په باور، د پاکستان د اوسني وضعيت يو دليل په سيمه او افغانستان کې رامنځته شوي بدلونونه دي. د طالبانو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو د لهجې بدلیدو د طالبانو يو شمېر ملاتړي سياستوال انديښمن کړي دي. د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، چې د طالبانو د رژيم ملاتړی دی، انديښنه ښودلې چې روسیه، ايران او هند بیرته د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړي نه شي. دغو هېوادونو په نويمه لسيزه کې هم له مقاومت جبهې ملاتړ کاوه او پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د شل کاله مخکې بریدونو پر مهال یې هم دغو ځواکونو سره مرسته وکړه.

د سيمې يو شمېر هېوادونه امریکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو په اقداماتو غوسه دي. ځینې یې د ښځو، مذهبونو او اقليتونو پر وړاندې سياستونو نهيلي کړي او ځینې نور په افغانستان کې د افراطيانو په چټکې ودې انديښمن شوي دي. طالبان هیڅ دغې انديښنې ته په ځواب ویلو نه دي توانیدلي. د سیمې د سياستونو بدلیدو طالبان د دوی د په رسميت پېژندلو هيله په نهيلۍ بدله کړې ده. طالبانو ایران، پاکستان، چین او روسیې سره پر اړیکو ډېر حساب کاوه، خو دغو هېوادونو د مسکو ناستې له ترسره کيدو سره دوی ته د رد ځواب ورکړ.

د طالبانو پر وړاندې د لویدیزو دولتونو سياست روښانه دی. دوی د طالبانو د هغه دولت د په رسميت پېژندلو په اړه، چې پراخ بنسټه نه وي، ښځې، قومونه،مذهبونه او سياسي ډلې پکې مانا داره حضور ونه لري هيڅ بحث نه کوي. طالبان په نړيواله کچه اوس له يوې بشپړې انزوا سره مخامخ دي. له دې سره داسې نه ښکاري، چې طالب مشران به په خپلو ځپونکو او سخت دريځو سياستونو کې هيڅ ډول بیا کتنه او نرمښت راولي.

#افغانستان#مسکو#طالبان#طالب,کابل#حکومت#امارت#فراگیر#حقوق#زن