there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
ملا هبت الله: د مجاهدینو په برخليک نه اخته کيږو
07 April 2024
د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو د ډلې ترمنځ خپلمنځیو اختلافونو ته په اشارې ويلي، چې د دوی رژيم به د پخوانيو مجاهدینو په برخليک نه اخته کېږي.
د کشور نيوز د راپور له مخې، هبت الله اخوند زاده پر خلق دیموکراتیک ګوند د جهادي ګوندونو له برياليتوب وروسته د دغو ګوندونو خپلمنځیو نښتو ته په اشارې وويل:« د شوروي او کمونيزم پر وړاندې جهاد بریالی او شوروي ماتې وخوړه، خو د مسوولينو تر منځ تفرقه نه، ځان غوښتنه وه. له همدې امله د جهاد ثمره تر لاسه نه شوه، اسلامي نظام رامنځته نه شو افغانستان ډېرو ستونزو سره مخ شو.»
هغه ټينګار وکړ، چې که د طالبانو د ډلې غړي له ځان غوښتنې او اختلاف څخه ډډه وکړي، اسلامي نظام به را منځته شي.
د طالبانو مشران د ډېرو لويو سياسي او ملي مسايلو په اړه په اختلافونو اخته دي، چې دا اختلافونه رسنيز شوي او څرګند شوي هم دي.
د طالبانو د مشرانو تر منځ يوه ناندريزه موضوع، د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو بحث دی.
د طالبانو يو شمېر مشران د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له بیرته پرانیستلو سره همغږي دي، خو ملا هبت الله له دې غوښتنې سره سخت مخالفت لري.
هغه، په وروستیو کې د يوه غږيز پيغام له خپرولو سره ويلي، چې د کفري نړۍ فشارونو ته به تسليم نه شي او د سنګسار په ګډون د نورو شرعي احکامو عملي کولو ته به دوام ورکړي.
د دې تر څنګ، له تروريستي جريانونو څخه د طالبانو د ملاتړ په اړه هم ناندرۍ موجودې دي.
د بېلګې په توګه، حقاني شبکه د پاکستان د طالبانو تحريک سره همکارۍ ته لېواله نه ده، خو خو په کندهار کې د طالبانو مشران ټي ټي پي د افغانستان د طالبانو یوه برخه ګڼي ځکه باور لري چې هغوی د افغانستان د طالبانو له مشرتابه سره بيعت کړی.