جمعه, ۳۱ حمل ۱۴۰۳

why-wordpress
0618_NAIB_HERO (1)

ګلبدین نائب؛ اصغر افغان، راشد خان او محمد نبي په خیانت تورن کړل

12 December 2019

د افغانستان د کړېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او  ۲۰۱۹ نړیوال جام کې د کړېکټ ملي ټیم لوبډلمشر ګلبدین نائب تر هغه وروسته چې کړېکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا لوبدلمشر وټاکه، پر وړاندې یې کلک غبرګون وښود او یادونه یې وکړه، تر هغه چې اصغر افغان لوبډلمشر وي دی به افغانستان ته لوبه ونکړي.

ېره ورځ ( چهارشنبه لیندۍ ۲۰ ) کړېکټ بورډ حیرانونکې پرېکړه وکړه او اصغر افغان یې یو ځل بیا په داسې حال کې د کړېکټ ملي ټیم لوبډلمشر اعلان کړ، چې دا په روان کال کې دریم ځل شو چې لوبډلمشر بدلون مومي.

د ۲۰۱۹ کال له نړیوال جام مخکې ګلبدین نائب د کړېکټ بورډ لخوا لوبډلمشر وټاکل شو، چې افغانستان د نومړي په لوبډلمشرۍ کې خپلې ټولې لوبې وبایللې، تر هغه وروسته راشد خان لوبډلمشر شو چې یوازې د وېسټ انډیز خلاف لوبو کې یې لوبدلمشري وکړه.

یو ځل بیا د لوبډلمشر په حیث د اصغر افغان ټاکل ګلبدین نائب اړ شو چې د هغه یو شمېر رازونه راوسپړي، ګلبدین اصغر افغان تورن کړ چې نړیوالو جام کې یې د افغانستان نوم ته سپکاوی کړی دی، او د دې تر لوبډلمشرۍ لاندې یې سمه لوبه نکوله.

ګلبدین نائب وايي، چې اضغر افغان یو شمېر نور لوبغاړو د راشد خان او محمد نبي په ګډون د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې افغانستان ته له زړه لوبه ونکړه او په خیانت یې تورن کړل. همداراز نومړي وویل چې اصغر افغان د لوبغاړو په ټاکلو کې خپلوي پاللې، چې د یو شمېر پیاوړ لوبغاړو پر لوبو یې منفي اغیز پرېښی دی، دی وايي ترهغه چې اصغر لوبډلمشر وي دی به افغانستان ته لوبه ونکړي.

اصغر افغان,افغانستان کرکت,کرکت,کشورآژانس,گلبدین نایب