سه شنبه, ۱۱ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
مبارز

عبدالحمید مبارز وفات شو

07 April 2024

د افغانستان مخکښ ژورنالېست او د خبریالانو د ملي ټولنې پخوانی رئیس عبدالحمید مبارز په کابل کې وفات شو. د کشور نیوز د راپور له مخې، د ښاغلي مبارز لور نیلاب مبارز نن یکشنبه( د وري ۱۹مه) اعلان وکړ چې پلار یې کابل کې وفات شوی. د مبارز جنازه نن په کابل کې خاورو ته سپارل کیږي.
د کشورنیوز د راپور له مخې، مبارز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال، د خبریالانو د ملي ټولنې د رئیس، د انیس ورځپاڼې د مرستیال، د باختر اژانس د رئیس او د داود خان د واکمنۍ پر مهال د یو شمېر ولایتونو د والي په توګه دندې ترسره کړې وې.
ورځپاڼه لیکونکي حشمت رادفر د مبارز د مړینې په اړه لیکلي:« د افغانستان د رسنیو یو پیاوړی سرلاری وفات شو. هغه د هېواد پر څو نسله خبریالانو د استادۍ حق درلود. ارواښاد مبارز ما ته د شجاعت، شرافت، کمینۍ او د خبریالۍ په سختو ورځو کې د تکیه ځای حیثیت درلود.»
مبارز، خپل ژوند په افغانستان کې د بشري حقونو، دیموکراسۍ او بیان ازادۍ لپاره مبارز ته وقف کړی و. له هغه څخه د تاریخ او مطبوعاتو په برخه کې ګڼ اثار پاتې دي.