سه شنبه, ۱۱ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
WhatsApp Image 2024-04-06 at 12.11.43_82afaafb

د ۱۴۰۲ کال ۵ غوره افغان خبریالان

06 April 2024


د افغانستان د خبریالانو مرکز د افغانستان د کال د ۱۱مې کلنۍ جایزې ګټونکی اعلان کړل.
د دغه مرکز د داورانو د پرېکړې له مخې، په کابل او فراه کې د طلوع نیوز خبریالان: میترا مجیدي، فرید الله محمدي او نصیر احمد صالحي، د رخشانې میډیا خبریال محمد طاهر احمدي او د هشت صبح ورځپاڼې خبریال محمد امین کاوه په ګډه په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله.
د دوی د نومول کېدو او جایزې ورکولو مراسم د جمعې په ورځ په انلاین او حضوري بڼه د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه ترسره شول، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د ځینو رسنیو او نړیوالو سازمانونو استازو، لسګونو خبریالانو او د بیان ازادۍ ملاتړو پکې ګډون کړی و.

د دغو خبریالانو د ټاکل کېدو د داورانو کمېټې په استازیتوب فیصل کریمي وویل، سږ کال، سره له دې چې د رسنیو او خبریالانو شمېر د پام وړ کم شوی او په هېواد کې پرې محدودیتونه زیات شوي، خو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له ۵۰ څخه زیاتو ملی او سیمه ییزو رسنیو خبریالانو او همدارنګه نړیوالو رسنیو خپل راپورونه دغې سیالۍ ته نومولي وو.
کریمی وویل، په کابل کې د ماشومانو د کار په اړه د میترا مجیدي راپور،د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب سره د فرید الله محمدي ځانګړې مرکه، د فراه ولایت د اوبو د بحران او د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه د نصیر احمد صالحي راپور، په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د طاهر احمدی راپور او د عزیزي بانک د څښتن میرویس عزیزي د قضیې په اړه د امین کاوه راپور د کال تر ټولو غوره رسنیز فعالیتونه ټاکل شوي.
وروسته یو شمېر ویناوالو د دغو او نورو افغان خبریالانو فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د دوی د ستونزو پر حل یې ټینګار وکړ.