سه شنبه, ۱۱ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
تیتر-نخست

د افغان ښځو کارنامې نه باید لوټل کېدو ته پرېښودل شي!

09 April 2024

کشور نیوز: د افغانستان او ایران د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په دې وروستیو کې د یوې ګډې انلاین غونډې پر مهال، د جنسیتي  اپارتاید د په رسمیت پېژندلو لپاره پردوه اړخیز انسجام او همغږۍ ټینګار وکړ.
 د ایران د اسلامی جمهوریت یوه مشهور مخالف مسیح علي نژاد وویل چې په ایران او افغانستان کې ښځې د طالبانو او اسلامی جمهوریت پر ضد یو کیږي..
 د افغان او ایرانی ښځو د حقونو د فعالانو ګډې غونډې پراخ غبرګونونه راوپارول. یو شمېر فعالانو، د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو لپاره د دواړو هېوادونو د ښځو یووالی او په نړیواله کچه د دې مبارزې د پياوړتیا لپاره هڅې اړینې وګڼلې او هرکلی یې وکړ. خو ځینو نورو بیا اندېښنه ښودلې چې، دا ګډې هڅې ښایي د افغان ښځو د تاریخي او بې وقفو هڅو او مبارزو د مصادره کېدو سبب شي.
   هغه کسان چې د افغاني او ایراني ښځو د ګډ کار هرکلی کوي، په دې باور دی چې د مسیح علی نژاد په څېر شخصیتونه په نړیواله کچه پېژندل شوي او کولای شي د ښځو د حقونو په تحقق او په ځانګړې توګه په نړیواله کچه د افغان ښځو د دردونکي وضعیت په منعکس کولو کې اغېز لري..
 دوی په دې باور دي چې نړیواله ټولنه د ایران د ښځو غږونو ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه لویدیځ هېوادونه د ایران اسلامي جمهوریت سره ښې اړیکې نه لري او له مخالفو غږونو یې پر تهران د فشار اچولو هڅه کوي.
 
د افغان ښځو استثنایي شرایط
د ایران او افغان ښځو د همغږۍ مخالفان په دې باور دي چې په دواړو هېوادونو کې د ښځو شرایط ډېر توپیر لري. په ایران کې ښځې له بنسټیزو ټولنیزو حقونو برخمنې دي او د مساوي حقونو لپاره مبارزه کوي. د دوی اصلي غوښتنې دا دي چې مهر، د طلاق حق، اختیاري حجاب او نورو حقونو په اړه یې غوښتنې ومنل شي.
 د ایران د پوهنتونونو ۵۰ سلنه محصلینې نجونې دي. ښځې په کلتوري او ټولنیزو چارو کې پراخه ونډه لري. البته، په دولتي ادارو کې وضعیت بل ډول دی. ځکه چې په دولتی ادارو کې د کار کولو لپاره، ښځې د اسلامي جمهوریت له فلټر څخه تیریږي.
 خو د ایران او افغانستان د ښځو تر منځ د ګډ کار مخالفان په دې باور دي چې په افغانستان کې د ښځو شرایط د نړۍ د هیڅ هېواد له ښځو سره د پرتلې وړ نه دي. د دوی په باور، ګډه عدالت غوښتنه سبب کیږي چې د دواړو هېوادونو د ښځو شرایط یو ډول وګڼل شي او په افغانستان کې د ښځو بېړنی وضعیت هم د ایران د ښځو د وضعیت په کچه حالت سره ورته انځور شي.
 د افغانستان له بیا نیولو وروسته، طالبانو ښځې په بشپړه توګه له عمومي صحنې په شا تمبولې دي. د ښځو پر وړاندې د طالبانو په تر ټولو ځپونکو اقداماتو کې له شپږم ټولګی څخه پورته پر دوی د ښوونځیو د دروازو بندول، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو بندول او په دولتي او نا دولتي دفترونو کې له کار کولو د ښځو منع کول د یادونې وړ دي. طالبانو دغه راز د ښځو سینګارتونونه تړلي، ښخې ی ورزشي کلپونو او حمامونو ته هم له تلو ګرځولې دي. د دې تر څنګ، ښځې اجازه نه لري چې له محرم پرته د اوږد واټن سفر وکړي.
جنسیتي اپارتاید 
د ایران او افغان ښځو د تازه ایتلاف یوه مهمه ګډه غوښتنه، په دواړو هېوادونو کې له ښځو سره روان تاوتریخوالی په نړیواله کچه د جنسیتي اپارتاید په نوم په رسمیت پېژندل دي.
  د افغانستان په اړه دا غوښتنه، د ښځینه وو له درې کلنو اعتراضونو وروسته د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم کړې ده.
  په دې وروستیو کې، ایف ای ډي ایچ، یا د بشري حقونو نړیوال فدراسیون هم د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پېژندلو له کمپاین سره یو ځای او ټینګار یې وکړ، چې افغان ښځو سره روان تاوتریخوالی باید د جنسیتي اپارتاید په نوم په رسمیت وپېژندل شي.
 د نړیوالو قوانینو له مخې، « اپارتاید» د بشري پر ضد جنایت ګڼل کیږي، خو د « جنسیتي اپارتاید» په اړه نړیوالو قوانینو کې ځینې ابهامات موجود دي.
 د بشري حقونو فعالان او ښځې وایي، د افغان ښځو وضعیت، د جنسیتي اپارتاید په توګه د په ر سمیت پېژندلو لپاره تر ډېره برابر دي، خو په ایران کې د ښځو وضعیت بیا تر ډېره له دغو شرایطو سره برابر نه دي.
 د افغانستان د ښځو د حقونو یوې فعالې وویل چې د افغانستان د ښځو عدالت غوښتنې، په نړیوالو فورمونو کې د دوی پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت ېژندلو شرایط چمتو او پړاوونه لنډ کړي..
 د نوموړې په وینا، افغان ښځو د خپلو لومړنیو حقونو د اعادې لپاره لویې قربانۍ ورکړي او دا قربانۍ سبب شوي، چې د جنسیتي اپارتاید موضوع، د ملګرو ملتونو د سازمان په حقوقي ادبیاتو او څېړنو کې شامله شي. د ښځو د حقونو د یوې فعالې په وینا، د مسیح علي نژاد په شان ایراني څېرو سره د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو ملتیا، په دې توګه د افغان ښځو مبارزه او قربانۍ « مصادره» کوي.
 
 د ښځو له مسئلې سیاسي ګټه اخیستنه
 
 یوه افغان ټولنیز فعال وویل چې په دې کمپاین کې د ایران شاملیدل، به دا مسله سیاسي-امنیتي کړي او له اصلي مسیر څخه به یې وګرځوي..
 د سرچینې په وینا، ایراني فعالان د ښځو موضوع ته له سیاسي اړخه ګوري، په داسې حال کې چې افغان ښځې له تر ټولو لومړنیو انساني او ټولنیزو حقونو بې برخې دي. د جنسیتي اپارتاید، په رسمیت پېژندل به د افغان ښځو لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه وي. خو که افغان ښځې له ایراني فعالانو سره په ګډه مخته لاړشي، په قطعي ډول به دا امتیاز له لاسه ورکړي او دا امتیاز به د مسیح علي نژاد او نورو پېژندل شویو ایراني څېرو په برخه شي. ورته موضوع، مخکې هم تکرار شوه او د سولې د نوبل جایزه تېر کال د افغان نوماندې پر ځای ایراني فعالې نرګس محمدي ته ورکړل شوه. په داسې حال کې، چې افغان ښځو په تېرو درېیو کلونو کې، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مدني او سیاسي مبارزو ریکارډ جوړ کړ. د دوی مبارزې د دې سبب شو، چې طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي، دوی د طالبانو د ګولیو پر وړاندې سینې سپر کړې او ان د دوی په زندانونو کې په ځلونو تېری پرې وشو.
 
یوازې د زده کړو مسئله نه ده!
 
پر ایراني فیمینستانو سربېره، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم د ښځو د حقونو او د جنسیتي اپارتاید د په رسمیت پیژندلو ملاتړ کوي، خو د هغې ډېره پاملرنه د ښځو د زده کړو مسئلې ته ده.
 ملالۍ یوسفزۍ په جنوبی افریقا کې د نیلسن منډېلا بنسټ ۲۱مې کلنۍ غونډې ته وویل چې د طالبانو چلند باید ” جنسیتي اپارتاید” وګڼل شي. نوموړې ټینګار وکړ چې د طالبانو د دغه ډول چلندونو له امله« نجلۍ توب عملاً غیر قانوني ګرځول شوی».خو د افغان ښځو ناورین، یوازې تر ښوونې او زده کړو محدود نه دی.
 افغان ښځې، د دغه هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې مانا لرونکی ګډون غواړي.
 ځینې کسان، د افغان ښځو له دردونکي وضعیت څخه په استفادې هڅه کوي، چې شخصي امتیازات ترلاسه کړي. په دې شرایطو کې باید افغان مدني فعالان په یو موټي ډول د خپلو حقونو او هدفونو د لاسته راوړلو لپاره کار وکړي.