جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
First

د داعش زياتيدونکی ګواښ؛د‌ سیمې انديښنې او د طالبانو بې وسي!

02 October 2022

امیري

د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونيز مرکز مرګوني ځانمرګي برید، د ترهګرۍ له پلوه په افغانستان کې ورځ تر بلې زياتيدونکي ګواښونه پياوړي کړل.

په دې برید کې، لږ تر لږه ۳۲‌ زده کوونکو، چې اکثره یې نجونې وې، خپل ژوند بایلود او لسګونه نور کسان ټپيان شول.

دا برید په داسې مهال ترسره شو،چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي او د نجونو د رسمي زده کړو پر وړاندې خنډ شوي دي.

په ورته مهال، د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو خپلمنځي اختلافات هم برسېره شوي او رسنيز شوي دي.

دا موضوع، په داسې خونړيو بریدونو کې د طالبانو د لاس لرلو ګومان هم رامنځته کړی.

مخکې په هزاره مېشتو سيمو کې د داسې پېښو مسوولیت ډېر کله داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

طالبان بيا کابل کې د داعش ډلې د داسې بریدونو په کنټرول او مهارولو کې پاتې راغلي دي.

تېره اونۍ داعش د وزير اکبرخان جومات لمونځ کوونکي په نښه کړل،چې په پایله کې ۱۳تنه ووژل شول او ۴۲ تنه ټپيان شول.

مخکې ورته پېښه د خيرخانې کوتل په سیمه کې هم شوې وه،چې ۲۱تنه پکې وژل شوي او ۳۲نور ټپیان وو.

وروسته، په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د یوه برید پر مهال دوه روسي ډیپلوماټان او څو افغان ويزه غوښتونکي ووژل شول.

دا بریدونه له يو لوري په افغانستان کې د داعش ډلې پیاوړتیا او بریدونو زیاتوالی څرګندوي او له بل لوري دا ښیي ،چې طالبان د خپلو ادعاوو برعکس د داعش په کنټرول او مهارولو کې ناکام وو.

طالبانو هڅه کړې، چې تر خپل کنټرول لاندې افغانستان کې وضعیت عادي وښيي. دوی په پرله پسې ډول د سراسري امنيت خبره کوي او ادعا لري چې افغانستان هېڅکله داسې آرامي نه ده تجربه کړې.

د طالبانو مشرانو په ځلونو دا خبره هم کړې،چې افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نه دی.

په سیمه کې د طالبانو يو شمېر ملاتړو هېوادونو په تېر یوه کال کې ډېره هڅه وکړه،چې طالبان د يوه مشروع او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دولت په توګه ور وپېژني. خو د امنیت په ټینګښت کې د طالبانو بې وسي، د دوی ترمنځ پراخ داخلي اختلافات، د نجونو د ښوونځيو تړل، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره ناندرۍ او د ملت او نړيوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته د طالبانو بې پروايي سبب شوې،چې د دوی ملاتړي تر نورو ډېر اوسني وضعيت ته انديښمن شي.

دوی اوس ښه متوجه شوي،چې طالبان بدل شوي نه دي.

په کابل کې د روسیې پر قونسلګرۍ له برید وروسته، مسکو خپل ډېری کارکوونکي له کابل څخه وویستل. مصر له طالبانو سره تر لفظي ناندرۍ وروسته، خپل سفارت وتړه.ایران او پاکستان خپل دیپلوماتیک حضور د شارژدافیر تر کچې را ښکته کړل. د ایران سفیر څو میاشتې کیږي چې له کابل څخه وتلی. ځینې نور هېوادونه په کابل کې بشري مرستو د اسانولو او ولسي اړیکو لپاره د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو لېواله وو، خو پېچلي امنيتي وضعيت او ورځ تر بلې زياتيدونکې نا امنۍ ټول په دې اړه بیا کتنې ته مجبوره کړي دي.

وضعیت تر دې حده بحراني دی،چې د طالبانو اصلي ملاتړی پاکستان هم په افغانستان کې له روانې وضعې تر پوزې راغلی. د پاکستان صدراعظم شهباز شريف په ملګرو ملتونو کې وویل،چې افغانستان په سیمه کې د افراطیت او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی او دغه وضعیت ته بې تفاوتي به خطرناکې پايلې ولري.

په افغانستان کې د طالبانو له بریالیتوب راهیسې، په پاکستان کې پر سرحدي سيمو، خیبر پښتونخوا او حتا کراچۍ ښار کې تروریستي بریدونه څو برابره زيات شوي دي.

په یوه وروستي راپور کې، پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په کراچۍ کې پر چینایي اتباعو د برید عاملانو په افغانستان کې پناه اخيستې ده.
د پاکستان د طالبانو تحریک په افغانستان کې ازادانه فعاليت لري او حتا غړي یې د ځینو سرحدي ولايتونو او کابل په دولتي ادارو کې له طالبانو سره کار کوي.

د طالبانو بل ملاتړی هېواد (روسیه) هم د داعش له ورځ تر بلې پياوړتيا څخه وېريدلی دی.

د روسیې ولسمشر د هم ګټو هېوادونو د استخباراتي مشرانو په غونډه کې وويل،چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسيا پر هېوادونو د بریدونو د فرصت موندلو په لټه کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل،چې داعش په افغانستان کې د وېرې او نهيلۍ د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
اوستیگنیوا وویل: موږ نه شو کولای چې د افغانستان د ښځو د ژوند په ترخو واقعیتونو سترګې پټې کړو.

ایران هم طالبانو سره نیږدې اړیکې لرلې.ایران هڅه کړې،چې د طالبانو پر وړاندې د وسله وال مقاومت مخه ونيسي.په دې برخه کې دغه هېواد، د طالبانو ناراضه قوماندان دغې ډلې ته وسپاره،چې طالبانو وواژه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د نمایندګۍ استازې زهرا ارشادي په افغانستان کې د داعش د ظهور په اړه راپورونه د اندیښنې وړ وګڼل او ټینګار یې وکړ،چې د طالبانو حاکمه اداره باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمنه وي او ټول هغه ګامونه واخلي،چې د دیپلوماتیکو سیمو او کارکوونکو امنیت تضمینوي. هغې دغه راز، وویل چې افغانستان نه باید بیا د داعش او القاعدې په شان ډلو په خوندي پټنځای بدل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان هم د افغانستان له روان وضعیت څخه اندیښمن دی. په کابل کې د دغه سازمان استازي د امنيت شورا غونډې ته د بشپړ راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل،چې افغانستان د تصور خلاف د کورنۍ جګړې، انزوا او ناورين پر لور روان دی.

د افغانستان د ورځ تر بلې خرابیدونکي وضعیت سره، طالبان باور لري چې هر څه مخ په ښه کیدو دي.هغوی د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو په غبرګون کې ادعا کړې،چې د دوی حکومت ټول شموله دی او قومونه او اقلیتونه پکې مشارکت لري.

هغوی په نظام کې د ښځو د مشارکت او د نجونو د زده کړو د حق په اړه وايي،چې ښځو سره د اسلام او افغانستان د فرهنګ له مخې چلند کوي.

مخکې د طالبانو رهبر ویلي وو،چې له خپلو شرعي او اسلامي دريځونو څخه یو اینچ هم شاته نه ځي. د د زده کړو په اړه د طالبانو د امیرالمؤمنین دريځ د هغه د امر بالمعروف د وزیر په خوله لا روښانه او وویل شول،چې د نویو علومو زده کړې«مباح» دي.

واقعیت دا دی،چې افغانستان د خپل تاريخ تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي، ځکه له مسوول،ځواب ویونکي او مشروع دولت دولت څخه بې برخې دی او هېڅ هېواد ته مشروعيت او اعتبار نه لري.

په ۹۰ مه لسيزه کې د پینځه کلنې حکومتولۍ او یو کال بیا ځلي قدرت له تجربې سره، طالبان خپلو تېروتنو او غلطې لارې ته نه دي متوجه شوي.

هغوی هماغسې خپل زاړه ارمان او خندونکې ايډيالوژۍ ته ژمن دي،چې پایله یې د دې ډلې حتمي ناکامي ده.