جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
تورخم

افغان سوداګر: طالبان مو څه باندې ۶۰ميليارده‌ افغانۍ پورونه نه راکوي

04 October 2022

لسګونه سوداګرو او پانګوالو پرون په کابل کې د يوې لويې غونډې له جوړولو سره وویل،چې په کابل کې د طالبانو حاکم رژیم د جمهوري نظام د وخت مالېې د ټوپک په زور ټولوي، خو پر حکومت د دوی څه باندې ۶۰ ميليارده افغانۍ پورونه نه ورکوي.

د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د سراسري ټولنې مرستیال باز محمد غیرت وویل،چې د طالبانو د مالیې وزارت مالیه ټولونکي د استخباراتو د ځواکونو په ملتیا یې له سوداګرو او پانګوالو په زوره مالیه ټولوي.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې په بانکونو کې لا هم سوداګرو او پانګوالو ته ايسارې پيسې ېې نه ورکول کېږي او له بد وضعیت سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت شپږ مياشتې مخکې د يادې ستونزې د حل لپاره پلاوی وټاکه، خو تر اوسه دوی ته د پورونو د ورکړې په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

یوه بل پانګوال نورالله مبارز طالب مشرانو ته په خطاب کې وویل:« دا څنګه اسلامي نظام او عمري عدالت دی، ۸۰ سلنه خلک په فقر کې دي، اقتصادي ناورين دی، تاسې ښار ته راووځئ، د خلکو حال وګورئ. زموږ پیسې راکړئ، چې وطن دغه بحران نه وباسو.»

نوموړي خبرداری ورکړ،چې که طالبان د دوی پيسې ورنه کړي، په کابل او ولایتونو کې به پراخ لاریونونه پیل کړي.

د طالبانو د رژيم چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده،چې طالب چارواکي پرزول شوی جمهوري نظام په پراخ فساد تورنوي او وايي د دوی له واکمنيدو سره سوداګرو او پانګوالو ته پراخې اسانتياوې برابرې شوي دي.

#افغانستان,پاکستان#طورخم