یکشنبه, ۱۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
_107893850_c8916cec-6f99-4c50-8bfe-7bfe3391351e

ډاکټرانو د پښتنو خویندو نښتي سرونه له یوه بله جلا کړل

17 July 2019

 

داسې ماشومان خورا کمساري زېږي چې بدنونه یې یوه بل سره نښتي وي. دا کمساری حالت دی. بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې، چې د برتیانیا یوه روغتون کې داسې یوه پېښه له نژدې وویني، چې د دوو ماشومو پښتنو نجونو نښتي سرونه له اوږده جراحي عملیات وروسته له یوې بلې جلا شوې.

دا دوه خویندې صفا او مروه نومېږي چې په اصل کې د پښتونخوا چارسدې دي.

په عملیات خونه کې ګڼه ګوڼه وه، خو د ټولو ۲۰ کسانو ډلې منظم او پر خپل وخت خپلې چارې پر مخ بیولې. دا عادي جراحي عملیات نه وو.

د صفا او مروه سرونه له یوې بلې سره نښتي وو او کله چې جراحانو د دوی عصبي رګونه له یوه بله بېلول، د دواړو دماغونه د عملیات خونې په رڼا کې له ورایه معلومېدل.

مور یې زینب بي بي له دې مخکې هم اووه ماشومان کور کې زېږېدلي وو او له وروستي ځل مېندوارۍ وروسته یې هم پلان همداسې و، خو له یوې طبي معاینې وروسته ورته وویل شول، چې باید روغتون ته لاړه شي.

د زینب او کورنۍ لپاره یې دا ځکه خورا غمجن حالت و، چې د ماشومانو له زېږېدو دوې میاشتې مخکې یې مېړه د زړه حملې له کبله ومړ.

نوموړې ته ډاکټرانو وویل، چې په ګېډه کې یې د غبرګونو بدنونه له یوه بل سره نښتي او دا هم معلومه نه وه چې د بدن کومې برخې یې سره نښتې دي.

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۱۷ مه د پېښور حیات اباد روغتون کې د زینب له جراحي عملیاتو وروسته ماشومانې وزېږېدې، خو د زینب پر ځای د ماشومانو نیکه محمد سعادت حسین ته چې د ماشوم زېږېدو په خوښۍ کې نرسانو ته د ډالۍ ورکولو لپاره هلته ورغلی و، وویل شول، چې د ماشومانو نجونو سرونه له یوه بل سره نښتي دي.

سعادت حسین په زړه کې د زوی مړینې غم لا تازه و، چې د لمسیو له دغه حالته خبر شو. دی وايي عجب حالت یې و، نه پوهېده چې خوشحال دی که خواشینی:

”د دوی په لیدو خوښ وم، خو فکر مې کاوه دغسې حالت کې به له دوی سره څه کوم”

پنځه ورځې وروسته زینب ته د نویو زېږېدلو نجونو تصویر ورکړل شو، چې لیدو ته یې ذهناً چمتو شي. زینب وايي:

”ډېرې ښایسته وې، ښایستوکي ویښته یې وو او تکې سپینې وې. نیمګړتیا ته یې هیڅ خواشینې نه شوم، د خدای تعالی راکړه ده.”

له دې وروسته د مکې مکرمې د دوو غونډیو په مناسبت چې حاجیان یې تر منځ ګرځي، د صفا او مروه نومونه ورکړل شول.

میاشت وروسته نجونې له روغتونه کور ته ولېږدول شوې او کورنۍ ته یې وویل شول، که امکان ولري د جراحۍ عملیاتو په وسیله به یې سرونه له یوه بله جلا شي.

یوه پوځي روغتون مسوولینو هم د عملیاتو امکان څرګند کړ، خو هغوی ویل، داسې ډېر خطر شته چې یوه ماشومه د عملیاتو پر مهال مړه شي او دا داسې احتمالي خطر و، چې زینب بي بي ورته وارخطا وه.

د نورو لارو چارو لټون بهیر کې د ماشومو کورنۍ په لندن کې د ماشومانو یوه مشهور روغتون ګرېټ اورمونډ سټریټ هسپتال ‘ کې له وتلي نیورو سرجن یا عصبي جراح اویس جیلاني سره اړیکه وموندل شوه.

ډاکټر جیلاني چې خپله هم پښتونخوا ته نژدې کشمیر سیمه کې زېږېدلی، سملاسي یې د صفا او مروه طبي حالت په تړاو معلومات وغوښتل او د معایناتو له لیدو وروسته یې هیله مندي څرګنده کړه چې د ماشومانو سرونه په داسې صورت کې جلا کېدای شي چې عمر یې ۱۲ میاشتو ته ورسېږي.

د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د صفا او مروه لپاره د برتانیا ویزاوې ورسېدې، خو د ډاکټر جیلاني په خبره د روغتون لګښتونو لپاره له اړتیا خورا کمې پېسې موندل شوې وې.

دی وايي، هغه وخت د نجونو عمر ۱۹ میاشتو ته رسېدلی و او د وخت له تېرېدو سره د دوی د جراحي عملیات ناکامۍ خطر ډېرېده:

”ماشومانې دلته رارسېدلې وې، خو که رښتیا ووایم، زه خواشینی وم، ځکه یو ډول مې مسوولیت منلی و، خو له اړتیا خورا کمې پیسې ټولې شوې وې.”

د نجونو تره محمد ادریس او نیکه سعادت حسین ته په یوه ځانګړي اپارتمان کې ځای ورکړل شوی و، خو مور یې زینب له نجونو سره یو ځای اوسېده. زینب وايي د دواړو بدنونه سره تړلي وو، خو خویونه یې بیل وو:

”صفا خوښه معلومېږي، خاندي، خبرې هم کوي، خو مروه شرمندوکې ده، کله نا کله له ځان سره غږیږي، خو چه زه ورسره وغږیږم، غلې شي.”

برتانیا ته د نجونو له رسېدو وروسته ډاکټر جیلاني له یوې وکیلې سره مېلمستیا کې ناست و، د نجونو کیسه یې ورته تېره کړه او وکیلې یو ټيلیفون وکړ، چې هر څه یې بدل کړل.

دا ټیلیفون یو شتمن پاکستاني سوداګر مرتضی لاکهاني ته شوی و، چې له جراح جیلاني سره د نجونو د حالت په تړاو له خبرو وروسته یې د صفا او مروه د عملیاتو ټول لګښت پر غاړه واخیست. ښاغلی لاکهاني وايي:

”دغه ماشومانې د پاکستان دي او زه هم د هغه هېواد یم، خو زما د مرستې اصلي سبب دا دی چې د دوو ماشومو د ژوند ژغورنې خبره وه، ځکه زما لپاره دا پرېکړه اسانه وه.”

په یوه بل پورې تړلي ماشومان ولې زېږي؟

له یوه بل سره نښتي غبرګوني له یوې باردارې هګۍ وده کوي او معمولاً ورته والی لري. په دې اړه دوې نظریې دي چې ولې په ورته مهال د ماشومانو بدنونه له یوه بل سره نښلي.

یوه نظر دا دی چې یا دا چې همدا یوه هګۍ په دوو امبریوز وېشل کېږي او د دواړو بدنونو یوه برخه غوټه پاتې کېږي او یا له وېشل کېدو وروسته هم امبریو لا تړلې پاتې کېږي چې له ودې سره هم نه جلا کېږي.

د صفا او مروره قضیه ځکه ځانګړې ده چې دوی د سر په برخه کې له یوه بلې سره غوټه پاتې وې او مخونه یې یوه بل لور ته وو، چې یوه بله یې نه شوای سره لیدلای.

د دغسې غبرګونو زېږېدنې کره شمېرې نه شته، خو د یوه اټکل له مخې ویل کېږي چې دوه نیم میلیونه زېږېدلو ماشومانو کې یوه زېږېدنه داسې هم کېږي او اکثر یې له ۲۴ ساعتونو ډېر ژوندي نه پاتې کېږي.

په ۱۹۵۲ کې د دغسې ماشومانو د جلا کولو له لومړۍ هڅې راهیسې د دغسې ۶۰ جراحي عملیاتو رپوټونه موجود دي.

ډاکټر جیلاني په دې باور دی چې هر کال دغسې ۶ غبرګوني زېږي چې د جراحي عملیاتو په وسیله یې بدنونه له یوه بله جلا کېدای شي.

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر پر ۱۵ ګهیځ په جي او ایس ایچ ‘ روغتون کې ډاکټر جیلاني او ۲۰ روغتیا پالانو ملګرو یې د صفا او مروه د بېلتون سوکه او اوږده بهیر لپاره د دریو مهمو جراحي عملیاتو نه لومړنی هغه پیل کړ.

د دې لومړنیو عملیاتو هدف د دوی دواړو د شریانونو بېلول و. ډاکټر جیلاني د ماشومو د دماغ بېلولو ډلې مشري په غاړه واخیسته او پلاستیک سرجن پروفیسر ډېوډ ډڼاوې ته د نجونو کوپریو بېرته پیوندولو مسوولیت وسپارل شو.

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۵ ګهیځ د جي او ایس ایچ روغتون په عملیات خونه کې ټول ۲۰ کسان ولاړ وو، هر یوه خپل ځان نورو ته ورپېژاند او په عملیاتو کې یې د خپل مسوولیت په هکله ورته ویل. ډاکټر جیلاني خپلو ملګرو ته وویل:

موږ د نن لپاره یوازې یوه قضیه لرو، صفا او مروه، دوې ماشومانې او یوه قضیه. 

د عملیاتو خونې ته د ماشومانو له رسېدو سره سم زینب داسې حال کې دواړه لوڼې ښکل کړې، چې پر مخ یې باران اوښکې روانې وې.

یوې نرس ډاډګیرنه ورکړه. زینب وویل ‘پر ډاکټرانو باوري ده او له الله تعالی هیله منه ده چې هر څه به سم پر مخ لاړ شي.’

په دغه ډول عملیات کې له ډاکټرانو او نرسانو سره تر سلو پورې نور ماهرین هم برخه اخلي چې تري ډي ماهرین، بایو انجنران او ورچول ریالټي کارپوهان هم پکې شامل وي.

دویم عملیات

د دوی د سرونو کوپرۍ یوه اوږده تونل ته ورته وه، کټ مټ یوه ټیوب غوندې. سټي سکن معایناتو کې یې دماغونه لیدل کېدل چې ځانګړي دي، خو جوړښت یا بڼه یې نارمل نه وه. د هر دماغ کاسه نژدې ۹۰ ډګري کږه ناسته وه او د بلې خور د دماغ له کاسې سره نښتې وه.

یوه میاشت وروسته د دویم عملیات وخت ورسېد. په دې عملیات کې د ماشومو عصبي رګونه له یوه بله بېلېدل. په دې حالت کې د یوې ماشومې د فلج خطر موجود و. دا سخته مرحله وه. دغه عملیات ۲۰ ساعته دوام وکړ.

یو وخت داسې هم راغی چې د مروه زړه ټکانونه سوکه شول. ډاکټرانو سره اندېښنه پیدا شوه، چې د عملیاتو پر میز ساه ور نه کړي. ښه ځنډ د عملیات خونه کې یوازې د زړه ټکانونو ثبتونکي ماشین غږ اوریدل کېده، ټولو روغتیا پالانو په خواشینۍ سره همدې ماشین ته په غور کتل.

روغتیا پالان پوهېدل چې مروه کمزورې ده، ځکه یې دوی رګونه له یوه بل سره غوټه کړل چې د ژوندي پاتې کېدو امکان یې ډېر شي او همداسې وشول.

د صفا له دماغه د وینې جریان ښه نه و او له دې کبله د خور زړه ته هم په مناسبه کچه وینه نه رسېده، چې تر خطرناکه حده یې د مروه روغتیا بې ثباته کړه.

ډاکټر جیلاني وايي دوی پوهېدل چې له دې کبله پر صفا بد اغېز ممکن و، خو طبي ټیم باوري و، چې پرېکړه یې سمه ده.

دوی ګهیځ شپږ بجې د عملیاتو له خونې ووتل.

د هغې ورځې په ماسپښین ډاکټر جیلاني ته له روغتونه ټیلیفون وشو چې د صفا حالت ښه نه دی، د ساه اخیستو کوښښ نه کوي او پر پوټکي یې داغونه څرګند شوي.

نوموړی وايي، ”فکر مې کاوه چې ژوند یې بایلود. خوب مې هم نه و کړی، همالته د پخلنځي پر غولي کېناستم، اوښکې مې نه تم کېدې. مېرمنې مې داسې حالت کې نه وم لیدلی، ټیلیفون یې راته ونیو، چې ډاکټر ډېوډ ډناوې سره وغږیږم. همداسې مې وکړل او لږ وروسته موږ دواړه د ځانګړې پاملرنې څانګې ته ورسېدو او په سټې سکن معایناتو کې مو د صفا د دماغ پر حالت غور پیل کړ.”

دوې ورځې وروسته د ماشومې حالت یو څه ښه شو، خو د جټکې له کبله یې یوه لاس او پښې ناتوانه فعالیت کاوه.

ډاکټر جیلاني وايي، زما لپاره ډېره خواشینوونکې خبره وه. فکر مې کاوه، زما له کبله یې حالت داسې شو او تر څو چې په سم ډول لاس او پښه و نه کاروي، زما وجدان به نارامه وي، ځان به ملامت بولم. ”

بېلتون

د دواړو خوېندو د بېلولو عملیات له ټاکلي وخته څلور اونۍ مخکې وشول. لامل یې دا و چې د مروه د زړه ټکانونه لا هم عادي نه وو.

له دې مخکې دواړو خویندو ۳۵ ساعته د جراحي عملیاتو پر مېز تېر کړي وو. د طبي ټيم غړي ډاکټر ډناوې په خبره، د ۲۰۱۹ کال تر فبرورۍ پورې ډاکټران وتوانېدل صفا او مروه له یوې بلې تر دې حده جلا کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر یوې بلې تکیه نه وي.

د دوی دواړو لپاره دوه جلا عملیات خونې چمتو شوې او د ډاکټر جیلاني او ډاکټر ډناوې په مشرۍ دوو جلا ټیمونو د ماشومانو پرانیستل شویو کوپریو لپاره له پلاستیکي فلمونو ټوټې وتړلې. د ډاکټر ډناوې په خبره دا خورا احساساتي شېبې وې:

موږ له ډېرې مودې راهیسې دې پړاو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کولې. دواړو ماشومو د جراحی عملیاتو ډېر پړاونه وګالل او اوس د دغو عملیاتو د پایلې لیدو وخت رسېدلی و.ډاکټرا جیلاني وايي:

”موږ د غبرګونو ماشومو سرونه له یوه بله بېل کړل، خو اوس یې باید کوپرۍ له سره ورغوو او پر خپل ځای یې ټینګې کړو.”

روغتیا پالانو د سر هډوکو تر منځ درزونه د هډوکي له ژوڼکو ډک کړل چې د وخت له تېرېدو سره ځای ونیسي او دواړه ماشومانې خپلې بشپړې کوپرۍ ولري.

وروستۍ چاره د سرونو پر کوپریو د پوټکي هوارول وو، چې ډاکټرانو ورته کافي مواد درلودل. ډاکټر ډناوې په حیرانۍ خپل سر ته ټکان ورکړ:

”ډېره حیرانونکې ورځ وه، که نه؟”

په عملیات خونه کې له ۱۷ ساعتونو تېرولو وروسته د دواړو طبي ډلو د مشرانو او صفا- مروه د کورنۍ غړو تر منځ له احساساتو ډکه غونډه وشوه.

ډاکټر جیلاني د ماشومو مور زینب ته وویل، چې بالاخره یې د لوڼو بدنونه له یوې بلې جلا شول او غریو نیولې زینب د ډاکټر جیلاني او ډاکټر ډناوې لاسونه ښکل کړل.

صفا، مروه او کورنۍ به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې لندن کې پاتې شي چې د دوی ځینې طبي معاینات به کېږي او له پلان سره سم به دغه کورنۍ د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې هېواد ته ستنه شي.

۱۱ میاشتې په روغتون کې له خپلو لوڼو سره له تېرولو وروسته زینب وايي، ډاډه ده چې د لوڼو بېلولو پرېکړه سمه وه: د الله تعالی له مهربانۍ ډېره خوښه یم، دعا مې قبوله شوه، چې اوس کولای شم، یو ساعت یوه په غېږ کې ونیسم او بل ساعت بله.