پنج شنبه, ۱۳ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
طالبان-و-ایران

طالبانو ایران سره خپلې استخباراتي همکارۍ د مقاومت جبهې له مهارولو سره مشروطې کړې دي

07 April 2024

د ايران امنیتي ځواکونو د افغانستان د مقاومت د ملي جبهې يو شمېر ځواکونه په داعش ډله کې د غړيتوب په تور نیولي دي.

کشور نيوز د راپور له مخې، د ايران استخباراتي ځواکونو اعلان کړی، چې د داعش ډلې درې افغان غړي ېې نیولي دي.

خو سرچینې وايي، چې نیول شوي کسان د داعش ډلې غړي نه؛ بلکې د مقاومت ملي جبهې غړي دي او د طالبانو پر وړاندې جنګیږي.

هشت صبح راپور ورکړی، چې د نيول شويو کسانو دوه تنه ېې د مقاومت ملي جبهې د پخواني قوماندان خير محمد اندرابي زامن دي.

اندرابي، په اندراب کې د طالبانو پر وړاندې يوه جګړه کې وژل شوی و.

سرچېنې وايي، چې په داعش ډله کې د مقاومت ملي جبهې د غړو، غړیتوب یوه بې بنسټه ادعا ده او ايران د دغو کسانو له نيولو سره هڅه کړې، چې د طالبانو زړونه تر لاسه کړي.

ملي مقاومت جبهې په کابل کې د طالبانو بریدونه په پرله پسې ډول ننګولي دي.

ملي مقاومت جبهې، تر اوسه د خپلو غړو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د دولت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته، زرګونو افغان افسرانو او ځواکونو ایران ته پناه یوړه.

له دې ډلې، د ملي مقاومت جبهې یو شمېر غړي هم په ایران کې ژوند کوي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ایران له اسلامي جمهوریت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د ملي مقاومت جبهې د فعالیتونو مخه ونیسي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د سرحدونو د امنیت او استخباراتي همکارۍ په برخه کې له ایران سره دا شرط کړې، چې د ملي مقاومت جبهه به مهاروي.

ملي مقاومت جبهه په تهران او مشهد کې دوه دفترونه لري. دغه دفترونه په فرهنګي او سیاسي چارو بوخت دي او د یاد شوي هېواد له مسایلو سره هیڅ کار نه لري.

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې له وروستیو بریدونو وروسته، د طالبانو او ایران اړیکې ترینګلې شوې دي. دوه ورځې مخکې، د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وشوه، چې له امله یې څو ساعته د افغانستان- ایران پوله وتړل شوه.

د سیستان او بلوچستان ولایت او چابهار په پراخ برید کې، چې جیش العدل ډلې وکړ، ۱۵ تنه ایراني ځواکونه ووژل شول او یو شمېر ټپیان شول.

د جیش العدل غړو د دغه برید پر مهال شاوخوا ۲۰ ساعته له ایراني ځواکونو سره جګړه وکړه. د ایران د کورنیو چارو د مرستیال وزیر د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د جیش العدل ۱۸ جنګیالیو ګډون درلود. دا له وروستیو کلونو راهیسې، په ایران کې تر ټولو لوی ترهګریز برید و.

ایران باور لري، چې جیش العدل ډله د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد کار اخلي. د ایران یوه مشهور ورځپاڼه لیکونکي ویلي، چې د جیش العدل مرکزونه د افغانستان فراه او نیمروز ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
محمد حسین جعفریان ویلي، چې یو شمېر ځایي طالب چارواکي د افغانستان په سویل ختیځ کې، له جیش العدل او یو شمېر بلوڅ ډلو سره د ایران خلاف جګړه کې مرسته کوي.