سه شنبه, ۱۱ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
سایت

د امیرالمومنین پر امر پښې اېښودل

08 April 2024

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي پرون په کابل کې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله له نوم اخیستو پرته وویل، هغه رهبر چې د خلکو منځ کې نه وي، منزوي دی او حکومت یې دوام نه شي کولای.
ستانکزي، د اسلام په پيل کې د خلفاوو دورې ته په اشارې وویل، چې اسلام کې له خلکو ځان پټول د زعیم کار نه دی.
د کشور نیوز د راپور له مخې، عباس ستانکزي وخت پر وخت د طالبانو پر مشرانو ورته نیوکې کوي.
د هغه ډېرې نیوکې د نجونو له زده کړو او د ښځو کار سره د طالب مشرانو پر مخالفت را څرخي او په تونده ژبه مطرح کیږي.
څارونکي وایي، چې عباس ستانکزی د ملا برادر په ګډون د ډېرو کابل مېشتو طالبانو ویاند دی؛ هغه طالبان چې د دوی د امیرالمومنین له سخت دریځو پرېکړو سره خلاف دي.

دوی د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو په ګډون په ډېرو مسایلو کې د طالبانو د مشرانو له پرېکړو سره مخالف دي. ملا هبت الله بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو خلاف دی. هغه تازه، په یوه غږیز پيغام کې چې له دولتي تلویزون څخه خپور شو، وویل چې د شریعت د تطبیق په برخه کې؛ په ځانګړي ډول د سنګسار په تړاو د هیڅ کوم کفري هېواد غوښتنې نه مني.
سیاسي کارپوهان وایي، چې کابل مېشتي طالبان پوهیدلي چې په دې ډول نړۍ سره دښمني او منزوي پاتې کېدل، د دوی د رژیم دوام ګواښي. له دې امله، هڅه کوي چې د ملا هبت الله دریځ او کړنو کې بدلون راولي.
ملا هبت الله تراوسه خپل هیڅ کوم تصویر او ویډیو نه ده خپره کړې. هغه له خلکو سره نه ویني او په دولتي ناستو کې برخه نه اخلي. تر دې، چې د طالبانو چارواکي هم ورسره لیدلی نه شي.
په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف څه موده مخکې وویل، چې ملا هبت الله یې هیڅکله نه دی لیدلی. د طالبانو رسنیز فعال، جنرال مبین هم ویلي وو، چې کندهار کې له اوږده انتظار وروسته یې ملا هبت الله سره لیدل نه دي شوي. له دې سره، ملا هبت الله په ۲۰۲۱ کې، د لویې جرګې په خېمه کې خپلو سلګونو پلویانو ته وینا کړې وه.
ملا هبت الله په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي، چې د رسنیو له لارې دې نیوکې نه کوي. هغه په یوه پيغام کې ویلي وو، چې د اسلامي زعیم خلاف نیوکې د شریعت پر ضد او ناروا عمل دی. له دې سره، عباس ستانکزی بیا هم پر نوموړي له نیوکو نه دی په شا شوی.