جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
788064

سکاټ مېلر: په جګړو او عملياتو کې بايد د ملکيانو د تلفاتو مخنیوی وشي

17 July 2019

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو عسکرو مشر قومندان جنرال سکايټ ميلر ويلي، په جګړو او عملياتو کې باید  د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی وشي.

جنرال ميلر دا څرګندونې تېره ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو له مرستيالانو سره هرات ولايت ته د سفر پر مهال کړي او هلته يې د ګډو عسکرو قومندانۍ کې يوې غونډې ته په وينا کې ټينګار وکړ، چې د عملياتو پر مهال د ملکي خلکو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د ګډ حکومت د دفاع وزارت مرستيال جنرال ياسين ضيا ادعا کړې، چې د ملکي تلفاتو مسؤوليت د طالبانو پر غاړه دی او د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال خوشحال سعادت له خلکو غوښتي، چې د طالبانو پر ضد د حکومت په ننګه همکاري وکړي.

د بهرنيو پوځيانو عمومي قومندان خپلو عسکرو ته د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنيوي سپارښتنې کړي، خو د ګډ حکومت چارواکي بيا ټينګار کوي، چې د ملکی تلفاتو ټوله پړه د طالبانو پر غاړه ده.

جنرال مېلر د ملکي تلفاتو د مخنيوي ټينګار په داسې حال کې کړی، چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو په شپنيزو عملياتو او چاپو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک بنسټ او يو شمېر نورې ادارې وايي، د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکيانو د تلفاتو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دی او په مقابل کې يې د طالبانو له لوري په سترو چاودنو او بریدونو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.