دوشنبه, ۱۰ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
zan-1

رسنۍ او د ښځې اواز

17 July 2019

غیور کندهار کي داسي رسنۍ سته چي د ځینو غیر اسلامي خپرونو سره سره د ادب، شعرو په یو خپرونه کي یو پېغله نجلۍ غیرمحرم نارینه ته زنګ وهي او بیا پر اړیکه باندي شهوت زېږوونکي زمزمې، بې حیاء، فاحشي مجازي جملې او بیتونه ورته وایي؛ نه پوهېږم چي ددې پېغلانو والدین یا مشران چیري وي چي دا ښځي دې رسنیو ته زنګ وهي؟!

ایا ددې ویاند خور که د یوې بلي رسنۍ ویاند ته په تلیفون کي داسي په مینه مینه، بیتونه ووایي، دده ضمیر بې قبوله کړي دا کړنه؟!
مطلق د ښځي اواز بغیر د ضرورت څخه حرام او عورت دی، نو زمزمې او مسخرې بیا…؟!

او ایا داسي اړیکي به د ټولني فساد ته پراخي ور نه کړي؟!

ایا پر دې موضوع باندي د لیکوالانو او مسئولینو لخوا بحث کول، لیکني کول اړین نه دي؟!

ایا په داسي موضوعاتو کي د اطلاعاتو کلتور ریاست غړي او نور چارواکي مسئول نه دي؟!

د اسلام له نګاه څخه د ښځي آواز هم د ستر له ډولونو څخه دی، باید چي مستور کړل سي. دا چي د ښځي آواز ستر دی نو نارینه وو ته نه ده روا چي د نامحرمو ښځو آوازونو ته که څه هم د قرآنکریم تلاوت وي غوږ سي. الله تعالی په هغه فتنې ښه خبر دی، کوم چي د نارینه وو لپاره د ښځو په آوازونو کي سته. نو له دې وجهي ښځو ته نه ده روا چي د خبرو کولو په وخت کي خپل آوازونه لوړ کړي او نه هم ورته روا ده چي لمونځ په لوړ آواز اداء کړي. خو که چیري ضرورت دا تقاضا کول چي باید ښځه د نارینه سره خبري وکړي، نو لازمه ده چي آواز به یې جذاب، نرم او زړه وړونکی نه وي. د ښځي په آواز کي د فتنې خطر ته په کتلو الله تعالی ښځي داسي امر کړي:

إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَعْرُوفًا. ( سورة الاحزاب:۳۲)
ژ/(که تاسي د الله تعالی څخه وېرېدونکي یاست، نو په داسي لهجه خبري مه کوئ چي د زړه په خرابوالي اخته سړی ( نامشروع) تمه پیدا کړي، بلکي سمي غوره ځیږې خبري کوئ).

اسلام د ښځي آواز ستر ګڼي او په عامه ځایونو کي يې د استعمال ممانعت کوي، خو رسنۍ، تلویزیون ددې خلاف غوښتنه کوي. په نشریاتو کي تر ټولو زیات استعمال د ښځو د آواز دی، تر څو فتنه خپره کړي او شهوت راوپاروي.

متأسفانه اوسني وخت کي غربیان نور هم اخته دي چي مسلماني او افغاني ټولني ته د ښځو په واسطه فکري، عقیدوي ماته ور کړي، ددوی دا فکري جګړې تر وسلوالي جګړې زیات اغېز کړی دی؛ خپلي پېغلاني او ځوانان مو وڅارئ، هغوی د مخلوطي ژوند لکه په دفترونو، مکتبونو او پوهنتونو کي چي وي، وژغورئ.