دوشنبه, ۱۰ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
1_16a084d8da6.2241682_2359066501_16a084d8da6_large

مسلماني هندۍ ايکټري زايرې ولي تمثيل پرېښود؟

18 July 2019

په کوچني سن کي په هندي سېنما کي زياته بريالۍ ايکټره زايره وسيم له تمثيل څخه لاس پر سر سوه. هغې په خپل ټويټر پیغام کي وضاحت ورکړی.

زايرې په سوشل ميديا کي يو اوږد پيغام خپور کړی دی. هغې اعلان کړی دی چي نور به د فلمي نړۍ او تمثيل سره مخه ښه وکړي. هغې ليکلي دي چي تمثيل د دې باعث سوی چي د الله سره د هغې اړيکه »زيانمنه« سي.

زايره وسيم د هندوستان د جمو او کشمير له سيمي سره تړاؤ لرونکې هغه هندۍ ممثله ده، چي په لږ وخت کي يې زيات شهرت ترلاسه کړ. دغه ايکټره چي د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر په ۲۳مه نېټه زېږېدلې ده، د روان مېلادي کال په اکتوبر مياشت کي به يې عمر ۱۸ کاله سي.

زايره د يوې ماشومې ايکټري په توګه د عامر خان په »دنګل« فلم کي په ۲۰۱۶م کال د سېنما پر پرده راڅرګنده سوه. دغه فلم د هندي پهلوان پوګاټ د دوو لوڼو په هکله دی چي ښيي دغه پهلوان څنګه په سنتي ټولنه کي خپلې لوڼي پهلوانۍ ته چمتو کوي.

زايرې په دغه فلم کي د پوګاټ د مشرې لور ګيتا تمثيل کړی چي له کبله يې زيات شمېر جايزې وګټلې. په دې ترڅ کي په ۲۰۱۷م کال د تر ټولو بهترينې مرستندويي ايکټري په کاتېګورۍ کي هندی فلمي ايوارډ ورکړل سو. د همدغه رول له پاره هغه ګڼ شمېر نورو جايزو ته ونومول سوه چي په ټوليزه توګه ۷ جايزې يې ترلاسه کړې.

»له ايمان څخه ليري کېدنه«

زايرې په خپل انستاګرام کي ليکلي چي تمثيل د دې لامل سو چي هغې ته »ډېره مينه« ورپه برخه سي. خو هغې زياته کړې چي تمثيل د هغې له پاره »د لاعلمي پر لور د تللو او په بې خبره توګه د ايمان څخه د ليري کېدلو لامل هم سو.« زايرې زياته کړې: »په دغه ساحه کي زما مصروفيت د دې لامل سو چي دغه زما په ايمان کي د مداخلې سبب سي او زما د دين سره زما اړيکي ته ګواښ پېښ کړي.«

د زايرې دغه اعلان په خواله رسنيو کي د زياتو تودو بحثونو لامل ګرځېدلی دی. په داسي حال کي چي يو شمېر کسانو د هغې پرېکړې ته خپل احترام څرګند کړی، نورو ورباندي سخت انتقادونه کړي دي. په غبرګون ښودونکو کي د عامو کتونکو تر څنګ ايکټران او ايکټراني هم شامل دي.

ښځينه ممثلي راوينې تندون په خپل غبرګون کي زايره مخاطبه کړې او ليکلي يې دي: »له تمثيل څخه وتل ستا خپل انتخاب دی. خو دغه ساحه د نورو ټولو له پاره بې معنی مه ښکاره کوه.« دا چي زايرې د تمثيل څخه د وتلو دليل خپله ديني عقيده بيان کړې ده، پر دې باندي تندون سخته نيوکه کړې او ليکلي يې دي چي په هندي فلمي نړۍ صنعت کي »ټول اوږه په اوږه کار کوي او دا هيڅ مهمه نه وي چي د چا ذات، دين څه شی دی او يا له کوم ځای څخه راځي.«

د جمو او کشمير سيمي څخه يو پوليس چارواکي امتياز حسين په خپل غبرګون کي ليکلي دي چي د زايرې د پرېکړي احترام کوي. خو هغه زیاته کړې ده چي زايرې بايد د خپلي پرېکړي په استدلال کي »دين او ايمان« نه وای مطرح کړی.

هغه پوښتنه کړې چي ايا په دغه ساحه يعني هندي فلمي نړۍ کي کار کوونکي »نور ټول ايا ګناهګاران دي؟« دغه پوليس چارواکي ويلي چي زايرې د دين او مذهب د حقيقت په تړاو خپل شخصي تفسير کړی دی.

له بله اړخه بيا نورو کسانو د امتياز حسين د نيوکي په وړاندي د زايرې له دريځ څخه دفاع کړې ده. د بېلګي په توګه د جمو او کشمير لومړي وزير عمر عبدالله په خپل ټويټر پيغام کي ليکلي چي »هغه د خپل ژوند په تړاو هغه فيصله کولای سي چي خوښه يې وي.«

د »آسمان ګلابي دی« په نوم فلم به د زايرې وروستی فلم وي. په پام کي نيول سوې چي دغه فلم به د روان مېلادي کال په اکتوبر مياشته کي نندارې ته وړاندي سي. په دغه فلم کي پريانکا چوپړا يوناس هم کار کړی دی.