شنبه, ۱ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
gazayer

د نړۍ لس کوچني هېوادونه

18 July 2019

په اوسنۍ نړۍ کې له ۲۰۰ ډېر هېوادونه شته. ځینې یې داسې مشهور دي چې ټول خلک یې پېژني؛ خو ځینې داسې هېوادونه هم شته، چې تراوسه به یې تاسې نوم هم نه وي اورېدلی. لاملونه یې دادي چې دغسې هېوادونه زموږ له جغرافیې لرې دي، یا ورسره اړیکې نه لرو، یا پېژندل شوي خلک نه لري، یا ډېر کوچني دي او یا هم موږ ورسره دیني او مذهبي اړیکې نه لرو.

اوسنۍ نړۍ په مساوي ډول نه ده وېشل شوې او نه هم د نفوس په اندازه خلکو ته خاوره ورکړل شوی. یوازې د روسیې د سایبریا دښته له ټولې اروپا پراخه ده. روسیه د بنګله‌دېش په اندازه وګړي نه لري؛ خو تقریباً د ټولې نړۍ ۳۵مه برخه خاوره په خپل واک کې لري. نن د هغو لسو هېوادونو یادونه کوم، چې پراخوالی یې یوازې څو سوو کیلومترو پورې رسېږي او د وګړو شمېر یې یا سلګونه او یا هم زرګونه دی.

۱: واتیکان: ۰،۴۴ کیلومتره مربع

د نړۍ تر ټولو کوچنی هېواد واتیکان دی. واتیکان د کاتولیک عیسویانو لپاره یوه پراخه کلیسا لري. واتیکان د ایټالیې پلازمېنې روم کې پروت دی او څلور خواوو ته یې د روم ښار پروت دی. واتیکان د نړۍ د ګرځندویانو له امله میلیونونه روپۍ عواید لري. د واتیکان کلیسا ته د عیسویانو او عیسوي ټولنو له‌خوا هر کال میلیونونه ډالر راځي او په همدغو پیسو عیسوي مبلغین او پاپان خپلې مزې کوي.

۲: موناکو: ۲ کیلومتره مربع

موناکو یوازې دوه کیلومتره مربع پراخوالی لري. درې خواوو ته یې فرانسه او یوې خواته یې د روم بحیره پرته ده. دغه کوچنی هېواد د نړۍ د شتنمو کسانو د عیش او عشرت ځای دی. د قمار وهلو، د فحشاء ځایونو او د عصري هوټلونو په لرلو سره د نړۍ د میلیاردرانو کوربه وي. ټول نفوس یې ۳۶۰،۰۰ دی او خلک یې په فرانسوي ژبه خبرې کوي. یوه مشهوره د ځغاستې لوبه هم لري، چې هر کال ترسره کېږي. موناکو د نړۍ دوهم کوچنی هېواد دی.

۳: نایرو ۲۱ کیلومتره مربع

د اسټرالیا په ختیځ کې پروت هېواد دی. ټول پراخولی یې ۲۱ کیلومتره مربع دی او ۹۵۹۱تنه وګړي پکې اوسېږي. دغه هېواد نه پلازمېنه لري، نه د لېږد رالېږد وسایل، بلکې ټول خلک یې له شخصي شیانو څخه ګټه اخلي. د دغه هېواد لویه ستونزه د وګړو ډېر چاغوالی دی، چې په سلو کې یې ۷۰سلنه خلک چاغ دي. بې‌کاري، د سرچنیو نه‌شتوالی، د ډېر وزن لرونکي خلک او ګڼې ناروغۍ یې د دغه هېواد پر وړاندې ستر خنډونه یادېږي. نایرو د نړۍ په کچه درېیم کوچنی هېواد دی.

۴: توالو ۲۶ کیلومتره مربع

د اسټرالیا شمال ختیځ په پیسفیک سمندر کې پروت هېواد دی. ټول پراخوالی یې ۲۶کیلومتره مربع دی. د وګړو شمېر یې ۱۰۰،۰۰تنو ته رسېږي. یوازې اته کیلومتره سړکونه او لوی روغتون لري. په ۱۹۷۸ز کال کې یې له لویې برېتانیې خپلواکي اخیستې. په ۲۰۱۰ز کال کې ترې ۲۰۰۰کسانو لیدنه کړې وه، چې ۶۵سلنه خلک یوازې د سوداګرۍ له‌پاره ورته ورغلي وو.

۵: سان مارینو ۶۱ کیلومتره مربع

سان مارینو په اروپا کې درېیم او د نړۍ په کچه پنځم کوچنی هېواد دی، چې یوازې ۶۱کیلومتره مربع پراخوالی لري. دغه هېواد هم له ایټالیې څخه جلا شوی دی او د وګړو شمېر یې ۳۰۰۰ تنو ته رسېږي. د خلکو ژوند یې نسبت ښه دی او ځانونه د لرغونې حکومتولۍ څښتنان بولي.

۶: لیچینسټین ۱۶۰ کیلومتره مربع

لیچینسټین د سویزرلینډ او اتریش ترمنځ پروت هېواد دی. پراخوالی یې ۱۶۰ کیلومتره مربع دی او خلک یې په جرمني ژبه خبرې کوي. دغه هېواد د الپ غرونو په منځ کې پروت دی او د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه دی. د هوايي ډګرونو د نه‌شتوالي له امله دغه هېواد ته د تګ له‌پاره باید د سویزرلینډ د زوریخ له هوايي ډګر ولاړ شئ. د بې‌کارۍ کچه پکې ۱.۵ سلنه ده. لیچینسټین د نړۍ شپږم کوچنی هېواد دی.

۷: د مارشال ټاپوګان: ۱۸۱ کیلومتره مربع

د مارشال ټاپوګان د امریکا او اسټرالیا د سمندرونو په کې منځ پراته دي. د کبانو ۸۰۰ نوعې لري او د قیمتي ډبرو پرېمانه سرچینې هم لري. په دې سره د مارشال ټاپوګان د نړۍ اووم کوچنی هېواد دی.

۸: سنټ کیټس او نویس: ۲۶۱ کیلومتره مربع

پراخوالی یې ۲۶۱ کیلومتره مربع دی او ۵۲۳،۲۹ تنه وګړي پکې اوسېږي. دغه هېواد له دوو جزیرو سنټ کیټس او نویس څخه جوړ شوی. دغه هېواد د امریکا د لویې وچې د کارابین، انتیګوا، باربودا او د ویرجین په ختیځه برخه کې پروت دی. په دغه کوچني هېواد کې کرنې ښه پرمختګ کړی. ګرځندوی، کرنه او اوړه یې د اقتصاد مهمې سرچینې دي. د ګرځندویانو له‌پاره ښه ځایونه لري او هر کال ترې زرګونه تنه لیدنه کوي. خلک یې ښه ژوند لري او ټول وګړي یې کولی شي، چې پانګونه وکړي.

۹: مالدیپ ۳۰۰ کیلومتره مربع

مالدیپ په اسیا کې پروت دی. ټول پراخوالی یې ۳۰۰ کیلومتره مربع دی او د هند سمندرګي کې له مشهورو هېوادونو څخه دی. مالدیپ یو وخت د هالینډیانو، پرتګالیانو او برېتانویانو مستعمره هېواد و؛ خو په ۱۹۶۵زکال یې له برېتانیې خپلواکي واخیسته. هرکال له مالدیپ نه زرګونه تنه ګرځندویان لیدنه کوي. مالدیپ پاکې اوبه، د ګرځندویانو له‌پاره ښه ځایونه او ښه اقتصاد لري. دغه هېواد د نړۍ نهم کوچنی هېواد دی.

۱۰: مالټا: ۳۶۰ کیلومتره مربع

مالټا له درېیو ټاپوګانو څخه جوړ هېواد دی او د مدیترانې سیند په ساحلونو کې پروت دی. ګوزو، کاموینو او مالټا یې لویې ټاپوګان دي. نفوس یې ۴۵۰،۰۰۰ تنه دی. مالټا پاکه هوا، معتدل لمر، جذاب ساحلونه، لرغونی تاریخ او سیاحتي ځایونه لري، چې ډېری ګرځندویان یې پرې ورمات کړي دي.