جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
afghanistan-cricket-world-cup-warm-pakistan-match_8d175132-7e46-11e9-98c6-ecfd32845dee

د آي سي سي له خوا د کرکټ په قانون کې دوه بدلونونه راغلل

20 July 2019

په کرکټ کې دوه نوي بدلونونه راغلل. د کرکټ نړيوالې شورا (آي سي سي) د کرکټ په قانون کې د دوه بدلونونو اجازه ورکړه.

په لندن کې د کرکټ نړيوالې شورا د کلنۍ غونډې پر مهال پرېکړه وشوه، چې په لوبه کې په ورو اورونه ترسره کولو باندې به اوس لوبډلمشران نه معطل کېږي. د دې په پرتله به سزا ټولې لوبډلې ته ورکول کېږي. همدا راز په لوبډلمشر او نور ټول لوبغاړي به يو ډول جريمه کېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا د پرېکړې پر اساس، په ورو د اورونو ترسره کولو په برخه کې په سزا کې بدلون راغلى دى. اوس د لوبډلمشرانو د معطل کېدو سزا له منځه لاړه، خو د ورو اورونو ترسره کولو په لړ کې به د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ په برخه کې د لوبغاړو نومرې راټيټول کېږي.

تراوسه پورې چې کوم قانون و، د هغې تر مخه د ورو اورونو په ترسره کولو به د لوبډلمشر څخه د لوبې ٥٠ سلنه فيس ګرځول کېده، همدا راز د نورو لوبغاړو څخه به بيا لس لس سلنه فيس اخيستل کېده. همدا راز که په پرلپسې درې لوبو کې ورو اورونه ترسره شوي واى، نو بيا به په لوبډلمشر باندې بندېز لګېده، خو د ايي سي سي د نوي بدلون سره به اوس لوبډلمشران هم د ارامۍ ساه واخلي.

په يوه بله پرېکړه کې بيا دا خبره وشوه، چې د ټپي شوي لوبغاړي په ځاى به بل لوبغاړى اخيستل کېږي او د دې پيل به د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د ايشيز لوبلړۍ څخه پيل شي.

د کرکټ نړيوالې شورا وويل، چې څه ډول لوبغاړى وي، له هماغه ډول لوبغاړي سره به بدلېږي، يعنې که توپ اچوونکى وي خو توپ اچوونکى به يې په ځاى اخيستل کېږي او که توپوهونکى و نو په ځاى به يې توپوهونکى مېدان ته راکوزېږي. خو د دې بدلون لپاره د لوبې د ريفري اجازه لازمي ده.

دا قانون به د اګست د لومړۍ نېټې څخه نافذ شي. يعنې معنا دا چې په ايجبسټن کې د کېدونکي ايشيز لوبلړۍ څخه به دا قانون عملي شي.

د يادونې وړ ده چې په دې قانون باندې له ٢٠١٧ کال راهيسې کار روان و. د اسټراليا کرکټ دا کار د ښځو د کرکټ پر مهال او د بي بي اېل پر مهال ترسره کړ، خو وروسته يې له آي سي سي څخه منظوري ترلاسه کړه، چې د مۍ په مياشتې کې ورته منظوري ورکړل شوه.

په تېرو څو کلونو کې دا ډول ځينې پېښې رامنځ ته شوې، چې لوبغاړى به په سر ولګېده او نور به يې لوبه نه شواى کولاى، نو لوبډلې مجبورې وې چې د لږو لوبغاړو سره لوبه وکړي، که څه هم د هغه په ځاى به ډګرساتنې ته لوبغاړى راکوزېده، خو د هغه ځاى به يې نه شو نيولى.