پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
67580891_2377521622570478_3185474245832474624_n

حسينه ساپۍ: د افغان ښځو لاسي صنايع د هېواد اصيل فرهنګ نندارې ته وړاندې کوي

04 August 2019

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون د کتنې په وخت کې وويل: د افغان ښځو لاسي صنايع د هېواد اصيل فرهنګ نندارې ته وړاندې کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې دغه راز وويل چې افغان ښځې د لاسي صنايعو د توليداتو په برخه کې مخکښې دي او که چېرې زيات امکانات ولري لاښه ځلېږي.

دغه نندارتون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري او ګرځندوى د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي له خوا په کابل کې پرانستل شو.

په دې نندارتون کې چې په پنځوسو غرفو کې جوړ شوى دى د لاسي ګنډلو، څرمن ګنډلو، خياطۍ، مرۍ ګڼدلو، ګاڼو، بيکونو، کوښو او جامو په ګډون د ښځو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .

د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې وويل، چې دغه نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ او د ښځو د لاسي صنايعو د ودې او هڅونې په خاطر جوړ شوى دى.

هغې وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت په مرکز او ولايتونو کې زيات فرهنګي پروګرامونه لري او دغه راز له خلکو څخه يې وغوښتل چې د لاسي صنايعو په پېرودنې سره د هېواد د صنعتکارانو په تېره بيا د ښځو ملاتړ وکړي.

وروسته د ښځو چارو وزارت معينې سپوږمۍ وردګ د ښځو د لاسي صنايعو د ودې په لاره کې د دغه شان نندارتونونو جوړول ارزښتناک وبلل او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه يې چې د دغه شان نندارتونونو د جوړولو په لاره کې هلې ځلې کوي، قدردانې وکړه.

هغې د لاسي صنايعو د نندارتون جوړول له يوې خوا د صنعتکارو ښځو د اقتصادي ودې سبب وباله او له بله پلوه يې د هېواد د توليداتو د ودې لپاره يوه ښه زمينه وبلله او ټينګار يې وکړ چې بايد دولت د صنعتکارانو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې په ملکي خدمتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ښځو د ملاتړ آمرې محبوبې سعادت د صنعتکارو ښځو د هڅونې په لاره کې د دغه نندارتون جوړول ګټور وبلل او ويې ويل: ښځې بريالۍ شوې دي څو په خپلو ظريفو ګوتو صنعتي محصولات توليد کړي او د هېواد د صنعت په وده کې فعاله ونډه واخلي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د ښځو د لاسي صنايعو مرستيالې رقيه ګوهري د باخترآژانس خبريال ته وويل، چې دولت بايد د ښځو د صنعتي توليداتو لپاره دايمي نندارتون جوړ کړي.

دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ملاتړ د امريت او د ګرځندوى د رياست له خوا جوړ شوى چې دوې ورځې به نور هم دوام وکړي.