جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
AD2CF430-C897-484B-B75F-E0594E6A68FE_w1023_r1_s

کرېکټ بورډ: بنګله دېش او زمبابوې سره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

20 August 2019

د افغانستان د کرېکټ بورډ راتلونکې سپتمبر میاشت کې د بنګله دېش د سفر لپاره د ټېسټ او شل اوریزو لوبو دوه جلا لوبډلې اعلان کړې دي. افغانستان به له کوربه هېواد بنګله دېش سره یوه تېسټ لوبه او بیا له بنګله دېش او زمبابوې سره شل اوریزې لوبې کوي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان له بنګله دېش سره د سپتمبر میاشتې پر پنځمه نېټه یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

له هغه وروسته به افغان لوبډله د کوربه هېواد بنګله دېش او زمبابوې سره په درې اړخیزه ټورنامنټ کې ګډون کوي. دا سیالۍ به د سپتمبر میاشتې تر پایه دوام کوي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مسؤل فرید هوتک وویل، په شل اوریزو سیالیو کې راشد خان د لوبډلمشر په توګه،اصغر افغان، محمدنبي، حضرت الله ځاځی، نجیب ترکی، رحمان الله ګوربز، مجیب الرحمن، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کریم جنت، ګلبدین نایب، احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوین الحق اخیستل شوي دي.

بله خوا نوموړي د ټېسټ سیالیو لپاره دا لوبغاړي په ګوته کړل:

“راشد خان د لوبډلمشر په حیث، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، محمد نبي، قیس احمد سید احمد شېرزاد، یمین احمدزی، ظاهر خان پکتین، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ “.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي ټینګار کوي چې په دې دواړو فارمټونو کې ځوانو او نویو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوی دی چې د افغانستان لپاره ولوبېږي.

په تېره جولای میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ راشدخان د ګلبدین نایب پر ځای د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان یا لوبډلمشرپه توګه اعلان کړی.

تر هغه وړاندې د افغانستان ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې ښه ونه ځلېده او خپلې ټولې ۹ لوبې یې وبایللې، چې له کبله یې له سختو نیوکو سره مخ شوه.

په نړیوال جام کې د خرابو لوبو او نورو ناندریو له کبله پخپله د افغانستان کرېکټ بورډ په اداري جوړښت کې هم بدلونونه راغلل، چې تر ټولو مهم یې د نوي رئیس او اجرائیه رئیس ټاکل کېدل وو.

راتلونکې سپتمبر میاشت په بنګله دېش کې د افغانستان د لوبو بشپړ مهالوېش په لاندې ډول دی.

۵ سپتمبر: له کوربه بنګله دېش سره یوازینۍ ټېسټ لوبه پیلېږي

۱۴ سپتمبر: له زمبابوې سره شل اوریزه لوبه

۱۵ سپتمبر: له بنګله دېش سره شل اوریزه لوبه

۲۰ سپتمبر: له زمبابوې سره شل اوریزه لوبه

۲۱ سپتمبر: له بنګله دېش سره شل اوریزه لوبه