شنبه, ۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
2019-08-23T143411Z_972753099_RC1689187D50_RTRMADP_3_RUSSIA-CHECHNYA-MOSQUE

چیچنیا کې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانېسته وشوه

24 August 2019

په چیچنیا هېواد کې پرون د جمعې په ورځ د اګست میاشتې په ۲۳مه نېټه د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانېسته وشوه.

دغه جومات د چیچنیا مرکزي ښار څخه لیرې په سهالي ښار کې موقعیت لري چې ویل کیږي د جومات په داخل کې یوازې تر ۳۰ زرو لمونځ کونکي ځای کیږي او په بهر صحن کې یې نور ۷۰زره لمونځ کونکي ځای کیدلای شي.

دغه جومات د چیچنیا مشر «رمضان قادروف» په نوم سره نومول شوی دی خو عموما به «د مسلمانانو افتخار» په نامه یادیږي، چې نوموړي د خپل مرحوم پلار د پيدایښت په ورځ ددې جومات پرانېسته وکړه.

ددې ښکلي مسجد په جوړولو کې ماربل «سنګ مرمر» کارول شوی دی، بهرنی صحن یې ستره باغیچه ده چې بېلا بېل په زړه پورې ګلان او د اوبو فوارې په کې لګول شوي دي.