جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
8951732_928

ټاکنې ۲۰۱۴ ته ورته تکرارېږي

24 August 2019

عبدالستار سعادت

د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ تفاوتونه په لنډ ډول دا دي:
۱. په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر غني د پښتنو مینځ کې یو اتل (هیرو) و. مانا دا چې قطعاً متنازع نه و. په دې ټاکنو کې دومره متنازع دی چې حتی د هغه خپل ټبر (د احمدزیو غټه مجموعه) عبدالله ته لاړه.
۲. ډاکټر عبدالله په ۲۰۱۴ کال کې پښتنو کې هېڅ ځای نه درلود، هغه کسان چې په فردي توګه ورغلي و، حتي خپلو کورنیو ورټل، نږدې خپلوانو ورسره مړی ژوندی پرېښود. مګر دا ځل پښتنو کې د عبدالله په مقابل کې هغه حساسیت نشته دی.
۳. غني په تېرو ټاکنو کې د ښې سابقې (پاک بګراونډ) خاوند و. اوس یې لاسونه د افغانانو په وینو سرۀ دي، د تدارکاتو مشرۍ یې په مالي فساد د تورنېدو عامل شوه، ارګ کې د اخلاقي فساد اتهام، پاکستان سره د دېورند او پي ټي ایم پر سر معاملې، سولې سره په دښمنۍ او نورو داسې تورونو باندې رنګ دی چې په هېڅ وجه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کال غني خلکو ته یو نه ښکاري.
۴. که څه هم نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۴ کال کې د چا ښکاره ملاتړ نه کاوۀ، خو؛ مونږ د ټاکنو د مهمو مجریانو په توګه واضح پوهېدو چې دنیا د غني تر شا ولاړه ده. دا ځل ښکاره علایم وینم چې نړیواله ټولنه د هغه پر خلاف ده (د دې خبرو مانا دا نه ده چې عبدالله نه به ملاتړ کوي).
۵. کریم خلیلي او دوستم په ۲۰۱۴ کال کې غني سره وو؛ د پښتنو مهم لوبغاړي لکه محمد حنیف اتمر، حضرت عمرزاخېلوال، غلام جیلاني پوپل، تر ټولو مهم د وخت ولسمشر حامد کرزی اشرف غني احمدزي سره ولاړ و. دا دی اوس هغه دوه غیر پښتانۀ مشران عبدالله سره دي، زاخېلوال عبدالله سره یو ځای شو، اتمر او پوپل به بېطرفي اختیاروي او پخوانی ولسمشر یې جدي مخالف دی.
۵. طالبان به په مجموع کې ټاکنې تر برید لاندې نیسي چې نتیجه به یې د خلکو ګډون باندې زیات تاثیر وکړي؛ خو، له دې چې د پښتنو سیمو کې یې نفوذ زیات دی، غني به تر نورو زیات اغېزمن کړي.
۶. د رایو د جغرافیې وېش مې تېره لیکنه کې کړی و چې قطعاً د ولسمشر غني په زیان و، دلته یې نه تکراروم.
۷. د غني ټیم پرته له دې چې درغلۍ وکړي، بله هېڅ لار نلري. مګر دا کار به یې تر بل هر وخت زیات غبرګونونه راوپاروي، ځکه:
– عبدالله سره د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو د مظلومیت ادعی شته او برعکس، غني سره د درغلیو اتهام (چې حقیقت داسې نه و، اما عامه ذهن دا منلی)، که ۲۰۱۹ کال کې غني درغلۍ کوي، د هغه د مظلومیت او د غني د ۲۰۱۴+ ۲۰۱۹ کال تور به هغه کاملاً په غیر اخلاقي موقف کې واقع کړي. د بل پلوه د دولت جوړونکي ټیم غړو دولتي امکاناتو نه داسې استفاده وکړه او لا لګیا دي چې هېچا نه خبره پټه نه ده او دا به د دوی غیراخلاقي موقف لرلو کې لا زیاته مرسته کوي. 
۸. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون نصاب ډاکټر عبدالله سره دی او که دا نهاد په سمه او حقوقي تخنیکو په کارولو سره خپل صلاحیتونه اعمال کړي، د غني د درغلیو ټوله برنامه له همدې ځایه خنثی کېدای شي.
۹. د غني د کمپاین ټیم (نظارت برخې نه بغیر) د ډېرو بې تجربه کسانو لاس ته لوېدلی دی. که څه هم عمرداودزی یو لوبېدلی سیاستوال او ښه مدیر دی، مګر اصلي او نږدې ټول واک محمود فضلي سره دی. دا اوس په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰ دفترونه لري چې تر ۲۰% زیات یې خیالي دي او هغه موجود یا واقعي دفترونه یې هم د داسې کسانو په لاس کې دي چې په خپله ولسوالۍ کې یې څوک نه پېژني. په مقابل کې یې عبدالله د جمعیت او دواړو وحدت ګوندونو په مټ کمپاین کوي چې هغوی د لوبېدلو حزبونو په توګه په دې برخه کې ښه تجربه لري.
۱۰. که څه هم په تاجکانو کې احمدولي مسعود او تر یوه ځایه لطیف پدرام د عبدالله رایې راکموي، خو؛ غني سره هم د پښتنو په رایو کې ګلبدین حکمتیار شریک دی. ټاکنې چې دویم پړاو ته لاړې شې، مسعود او پدرام عبدالله سره آسانه یو ځای کېدای شي، مګر غني سره د حکمتیار یو ځای کېدل سخت دي.

د دې لسو عواملو نه ورهاخوا، هغه مهال چې د ټاکنو قانون تعدیل شو او په هغه کې ولسمشر نه د ټاکنیزو کمېسیونونو د چارواکو د تقرر واک واخېستل شو، د غني پر مخ درنه څپېړه وه؛ خو، کله چې د ولسوالیو او ولایتي جرګو ټاکنې ولسمشریزو انتخاباتو نه بېلې شوې، د غني د ناکامۍ بنسټ کېښودل شو. سولې سره مخالفت یې طالبانو او دنیا سره اړیکې شدیداً خرابې کړې، ولس (خصوصاً پښتانه) ترې سخت خپه شول. هغوی چې په ټاکنو کې ښکېل پاتې شوي او تجربه لري، واضح پوهېږي چې غني په واقعي رایو د ټاکنو د ګټلو ۱۰ سلنه چانس هم نلري. خو؛ زه خپل هغه مخکنی تحلیل تکراروم چې؛
√ که امریکایان طالبانو سره هوکړې ته ورسېدل، د عبدالله مظلوم واقع کېدل به ټاکنې لنډمهالي حکومت ته یوسي.
√ که تر هغه وخته د دوی (امریکایانو او طالبانو) تر مینځ وروستی تفاهم ونه شو، د ملي یووالي حکومت په شان یو څه به جوړېږي. مګر؛ دا ځل به د ولسمشر نقش په کې ډېر نه وې (که هغه غني وي یا عبدالله)، نورو نوماندانو ته به هم واک کې سهم ورکول کېږي. واکونه به دومره ووېشل شي چې د حکومتولۍ چارې به تر اوسه زیاتې ټکنۍ وي.