جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
70081430_2445757422345508_1138842885278400512_n

افغانستان د شل اوریزو سیالیو ټورنامنټ په درېیمه لوبه کې بنګله دېش په ۲۵ منډو مات کړ

16 September 2019

 په بنګله دېش کې د کوربه هېواد، افغانستان او زمبابوې ترمنځ د شل اوریزو سیالیو ټورنامنټ په درېیمه لوبه کې پرون افغانستان کوربه هېواد بنګله دېش په ۲۵ مات کړ. د افغانستان لپاره محمد نبي ۸۴ منډې وکړې او ورپسې مجیب ځدراڼ ۴ مهمې وېکټې واخیسې.

افغانستان پچه وګټله او خپلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۶۴ منډې وکړې. په افغان لوبډله کې کوم بدلون نه وراغلی او هماغه لوبډله ولوبېده چې پرون یې خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې په ۲۸ منډو مات کړی و.

خو د افغانستان د پاڼۍ پیل بیخي خراب و او رحمان الله ګربز د لوبې په لومړي توپ د سیف الدین لخوا کلین بولډ شو او په صفر وسوځېد. نوموړي تېره لوبه کې ۴۷ چټکې منډې کړې وې.

 د دویم اوور په څلورم توپ حضرت الله ځاځي هم یوازې له یوې منډې جوړولو وروسته د کپتان شکېب الحسن په توپ وسوځېد. ورپسې د درېیم اوور په وروستي توپ نجیب ترکی هم په ۱۱ منډو وسوځېد.

په شپږم اوور کې شکېب الحسن بیا ګزار وکړ او نجیب ځدراڼ یې یوازې په ۵ منډو وسوځاوه. نجیب تېره لوبه کې ښه ځلېدلی و او زمبابوې سره یې ۶۹ منډې کړې وې.

خو د محمد نبي او اصغر افغان ترمنځ د ۷۹ منډو ملګرتیا د افغانستان پاڼۍ سمه کړه. نبي په اخر کې ۸۴ ناسوځېدلې او اضغر ۴۰ منډې وکړې او افغانستان وتوانېد چې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۶ وېکټو ۱۶۴ منډې وکړي.

د بنګله دېش لپاره محمد سیف الدین څلور وېکټې واخیستې، چې پکې د لوبې په لومړي توپ د رحمان الله ګربز وېکټه هم شامله وه.

 مجیب ځدراڼ څلور اورونو کې څلور وېکټې واخیستې

په ځواب کې د افغانستان د توپ اچوونې پیل خورا ښه و. مجیب ځدراڼ د لومړي اوور په دویم توپ د بنګله دېش اوپنر لیټن داس وسوځاوه، او ورپسې یې دوه نورې وېکټې همه واخیسې، چې پکې د کپتان شکېب الحسن مهمه وېکټه هم وه. نوموړي په خپل وروستي اوور کې څلورمه وېکټه هم واخیسته.

د بنګله دېش لپاره یوازې محمودالله ۴۴ منډې وکړې او تر یوه برید پر وېکټه ودرېد، خو نوره لوبډله یې په اسانۍ سره یو په بل پسې وسوځېده.

د افغان لوبډلې کپتان راشد خان هم په خپل څلورم اوور کې د بنګله دېش دوه لوبغاړي وسوځول. په پای کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په وروستي اوور کې په ۱۳۹ منډو وسوځېده او افغانستان لوبه په ۲۵ منډو وګټله.

   افغانستان به خپله راتلونکې لوبه د جمعې پر ورځ د سپتمبر پر شلمه نېټه له زمبابوې سره کوي. له هغه وروسته به د افغانستان وروستۍ لوبه له کوربه بنګله دېش سره د شنبې پر ورځ لوبه کوي.

د اوس لپاره افغانستان دې ټورنامنټ کې خپلې دواړه لوبې ګټلې دي او د جدول په سر کې دی. بنګله یوه لوبه ګټلې ده او زمبابوې خپلې دواړه لوبې بایللې دي.

یاده دې وي چې له دې شل اوریزو سیالیو وړاندې افغانستان کوربه بنګله دېش په یوازینۍ ټسټ لوبه کې هم د ۲۲۴ منډو په لوی توپیر مات کړی و.