جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
71497644_2577214299012752_8986286440501477376_n

د فوټبال ملي لوبډله نن له عمان سره لوبېږي

10 October 2019

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نړيوال جام ته د لارموندنې په سياليو کې نن د عمان لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا لوبه د کابل په وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې د السیب په فوټبال لوبغالي کې کېږي.

ټاکل شوې چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۴مه او ۱۹مه فوټبال ملي لوبډله له هندوستان او یو ځل بیا له عمان سره لوبې وکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبدلې له دې وړاندې له قطر او بنګله‌دېش سره لوبې کړې چې له قطره یې ماته خوړلې او بنګله‌دېش ته یې بیا ماتې ورکړې وه.

 

افغانستان فوتبال,عمان,عمان تیم,فوتبال,کشورآژانس,ملی لوبدله