جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
IMG_20190707_110213

مذاکراتي ټیم کې تغیرات: «شیخ عبدالحکیم» د طالبانو د مذاکراتي ټيم رییس ټاکل شوی

06 September 2020

په داسې حال کې چې تمه ده د افغانانو خپلمنځي خبرې په څو ورځو کې دننه پیل شي؛ د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» په مذاکراتي ټیم کې تغیرات راوستلي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې «‏د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس د اسلامي امارت» ټاکل شوی مذاکراتي ټيم به ۲۱ تنه غړي لري، چې مشري به یې د «شیخ مولوي عبدالحکیم» په غاړه وي او له امریکایي لوري سره  د مذاکراتي ټیم مشر «شیرعباس ستانکزی» به د بین الافغاني مذاکراتي ټیم مرستیال وي.

د طالبانو مشر ددې تر څنګ د سیاسي دفتر پخوانی ویاند «محمد نعیم وردګ» د «سهیل شاهین» په ځای د قطر سیاسي دفتر ویاند ټاکلی.

شیخ مولوي عبدالحکیم د طالبانو د رهبري شورا غړی او قاضی القضات دی، چې له جیدو دیني علماوو څخه شمېرل کېږي او د طالبانو دننه پراخ نفوذ لري.

تر دې وړاندې له امریکایي لوري سره د مذاکراتو مشري د «شیرعباس ستانکزي» په غاړه وه؛ خو اوس د طالبانو د مشر له لوري د مذاکراتي ټیم مرستیال ټاکل شوی.

نعیم وردګ هم د طالبانو د سیاسي دفتر له لومړنیو غړو څخه دی، چې په عربي ژبه کې دکتورا لري او تر دې وړاندې هم یو ځل د یاد دفتر ویاند پاتې شوی.

د طالبانو په مذاکراتي ټیم تغیرات داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.

که څه هم تر دې دمه طالبانو د خپل مذاکراتي ټیم د ټولو غړو نوملړ نشر ته نه دی سپارلی؛ خو ویل کېږي، د طالبانو د مشر له لوري یو قوي مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو مخته وړلو ته ګمارل شوی، چې دیارلس تنه یې د رهبري شورا غړي دي.

 

طالبان,طالبان مذاکراتی تیم,عباس ستانکزی,عبدالحکیم,قطر,کابل مذاکراتی تیم,کشورآژانس,نعیم وردک