there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
کورنیو چارو وزارت د زمري پیکان نیولو لپاره له انټرپول او فرانسې مرسته غوښتل
16 December 2019
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم يې د عامه نظم پوليسو پخواني قومندان زمري پيکان د نيولو چټکې هڅې پيل کړي دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، زمری پيکان دا مهال په فرانسه کې دی او د نوموړي نيولو په هدف يې د اڼترپول له نړيوالو پوليسو او دغه راز د فرانسې له حکومت مرسته غوښتې ده.
نوموړی زياتوي چې د يادو مراجعو له لوري د زمري پيکان تر نيول کيدو وروسته به نوموړی افغان حکومت ته وسپارل شي.
نصرت رحیمي په دې اړه زياته کړه: «د پیکان د نیولو لپاره مو له انټرپول او فرانسې حکومت سره خبرې کړي دي او ډېر ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
ولسمشر محمد اشرف غني پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فساد پر ضد ملي کنفرانس پرمهال کورنیو چارو وزیر ته حکم وکړ چې د عامه نظم پولیسو پخوانی قومندان زمری پیکان د فساد په تور ژر تر ژره ونيسي.
د ولسمشر غني له دې حکم شاوخوا ۶ ساعته وروسته پیکان په پاریس کې خپل اخيستی انځور د کنايې په توګه په خپل فېسبوک کې پورته کړ.