there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
ملي امنيت په کابل کې د پاکستان سفارت کارکوونکی نيولی
02 January 2020
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د افغانستان ملي امنیت په کابل کې د دغه سفارت مسلکي کارکوونکی نيولی او زياتوي چې په دې وروستيو دوو مياشتو کې دا درېيمه پېښه ده چې کېږي.
دې سفارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د نيول شوي کارکوونکي نوم سعید الله ياد کړی دی او زياته کړې يې ده چې په دې اړه يې بهرنيو چارو وزارت ته رسمي شکايت هم کړی دی.
په خبرپاڼه کې په دې اړه زياته شوې: «سعید الله په کابل کې ملي امنیت له ځان سره وړی دی او پاکستان په دې اړه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته شکایت هم رسولی دی.»
د پاکستان سفارت ويلي چې سعيدالله په کابل کې د دغه هېواد رسمي ډيلوماټ دی او په تېرو دوو مياشتو کې د پاکستان درې ډيپلوماټان نيول شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د خپل سفارت يوه کارکوونکي نيول کيدل تائيد کړي، خو په اسلاماباد کې د افغانستان سفير شکرالله عاطف مشعل بيا په دې اړه بې خبري ښودلې ده
ملي امنيت هم تر اوسه په کابل کې د پاکستان سفارت يوه کارکوونکي د نيونې په اړه څه نه دي ويلي.