جمعه, ۲۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
81624683_2000169626796205_6635546475990351872_n

کابل: دولتي ځواکونو پخوانی جهادي قوماندان وژلی

06 January 2020

د کابل ښار په خیرخانه کې دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د جمعیت ګوند غړی او پخوانی جهادي قوماندان «امر ستار» له څو نورو کسانو سره یو ځای وژلی.

د طلوع نیوز په حواله، امر ستار د جمعیت ګوند غړی وو او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې له «دولت جوړوونکې» ډلې خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

راپور زیاتوي، امر ستار د یو بل ملګري په کور کې مېلمه وو، چې د ملي امنیت ځواکونو ورباندې برید وکړ او نوموړی یې له یوه زوی او درې نورو کسانو سره یو ځای وواژه او دوه تنه نور کسان یې له ځانه سره  یووړل.

د پېښې شاهدان وایي، د ملي امنیت ځواکونو چې کله په کور برید وکړ، له دننه لوري هیڅ مقاومت ورسره نه دی شوی.

آمر ستار,جهادی قوماندان,کابل,کشورآژانس