شنبه, ۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
images (1)

د ناټو سرمنشي کابل ته خپل سفر ځنډولی

09 January 2020

ټاکل شوې وه، چې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ کابل ته راشي، خو د امريکا او ایران ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي له امله يې سفر ځنډولی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې وه، چې د ناټو سرمنشي تېره ورځ د ګډ حکومت له مشرانو سره د ليدو لپاره کابل ته راشي، خو تېره شپه يې له ښاغلي غني سره د تيليفوني خبرو پر مهال له نوموړي بښنه وغوښته، چې د چارو د نه مديريت له امله يې کابل ته سفر وځنډېده.

ارګ د ناټو د سرمنشي له قوله ليکلي، د افغانستان له حکومت سره تلپاتې مرستو ته چمتو دي او د سولې لپاره يې د خپلې مرستې ډاډ ورکړی دی.

د راپورونو له مخې کابل ته د ينس سټولټنبرګ سفر وروسته تر هغه وځنډول شو، چې د تېرې جمعې په سهار امريکا د عراق پلازمېنې بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني او په عراق کې حزب الله شيعه ملېشو مرستيال ابو مهدي المهندس ووژل.

د سليماني او مهندس له وژنې وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی، ایران وړمه شپه په عراق کې پر امريکايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ملګرو ملتونو له ایران او امريکا غوښتي، چې د ستونزو د زياتېدو پر ځای بايد د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

کشورآژانس,ناتو,ولسمشر,ولسمشرغنی