جمعه, ۲۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
83459011_1500825413417357_6101456830192418816_n

کابل: نامعلومو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

20 January 2020

د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې نامعلومو کسانو د ترانسپورټ وزارت د یوه کارکوونکي د کورنۍ څلور تنه غړي د کور دننه وژلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، پرون ماښام شاوخوا اووه بجې نامعلوم کسان په اوومه امنیتي حوزه کې د ترانسپورت وزارت د کارکوونکي «عبدالستار» کور ته ننوتلي او د نوموړي د کورنۍ اووه تنه یې د «تېشې» په وسیله وژلي.

د رحیمي په خبره، په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن او درې ماشومان شامل دي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې، چې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې د څرنګوالي په څېړنه اخته دي، چې معلومات به یې وروسته شریک شي.

دکورنیو چارووزارت,کابل,کشورآژانس,نصرت رحیمی