there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
ډونالډ ټرمپ: طالبان دې په تاوتريخوالی کې کمښت راولي
23 January 2020
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي چې طالبان دې په جنګ جګړه کې د پام وړ او دوامداره کمښت راولي.
ډونالډ ټرمپ پرون د سويس هيواد په داووس ښار کې د اقتصادي مجمع نړيوالې ناستې په څنډه کې د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني سره د افغانستان په امنيتي وضعيت خبرې کړي دي او ويلي يې دي چې طالبان دې په افغانستان کې په تاوتريخوالي کې دوامداره کمښت راولي.
ټرمپ په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو خبره کوي چې په قطر کې طالب او امريکايي لوری هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو بحثونه کوي.
بل لور ته طالبانو ویلي دي چې امريکا دې د افغانستان په مسئله کې په غير مربوطه مسائلو کې وخت نه ضايع کوي او اساسي موضوعاتو ته دې پام وکړي.