there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
ټرمپ: افغان جګړه کې وینې او خزانې دواړه وبهېدې، نور د بیګناه وګړو وژنه ختموو
05 February 2020
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا له افغانستان څخه د سرتېرو په ایستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي نه غواړي چې په دغه هیواد کې زرګونه بې ګناه وګړي نور ووژل شي.
ټرمپ خپل ملت او ګانګرس ته په کلنۍ وینا کې له طالبانو سره د مذاکراتو پیل خپله لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه دا نه شي کتلای چې افغانستان کې دې هره ورځ زرګونه وګړي وژل کېږي ځکه چې له دې منځه یې زیاتره بې ګناه دي: (( موږ د نورې نړۍ پولیس نه یوو، نه هم د ټولو هیوادونو خدمت زموږ پر غاړه دی، طالبان یا جګړه ګټل غواړي یا دوام ورکول غواړي.))
ټرمپ ویلي، نور غواړي چې خپله اوږده جګړه ختمه کړي او امریکايي سرتېري بیرته هیواد ته ستانه کړي.
ټرمپ له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې روانه افغان جګړه باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي په دې جګړه کې وینې او خزانې دواړه وبهېدې.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت امریکايي مرکچي خلیلزاد په دې وروستیو کې د اوربند او تاوتریخوالي د راکمولو د مودې په تړاو له طالبانو سره په بن بست کې ښکیل دی.
خو طالبانو بیا تېره ورځ ویلي، چې د سولې هوکړه د دوی له کبله نه بلکې د کابل او واشنګټن د اختلاف له کبله ځنډېدلې ده.