there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
کابل، له ترکمنستانه د ریل، نوري فایبر او ۵۰۰ کیلوواټه بریښنا رالیږدولو باندې کار پیلوي
17 February 2020
د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره لیدنه کې وویل چی ژر تر ژره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو په پیل هوکړه کړې ده.
د مالیې وزارت په دې اړه استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړه لوریو د ټاپي پروژې په پیل، اوسپنې کرښې، د نوري فایبر غځولو او افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا مزي په لېږد او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو د وزیرانو ترمنځ پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ورځو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۲۲۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا مزي لېږد هوکړه به لاسلیک ته چمتو شي.
همدا شان دواړو لوریو منلې چې د افغانستان لپاره د اقتصادي کنفرانس جوړېدو ته چې په عشق اباد ښار کې به د مارچ په میاشت کې ترسره شي چمتو والی ونیول شي.
له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د ټاپي پروژه هم پیل شوې، چې د ترکمنستان غاز به پاکستان او هند ته رسېږي.
افغان حکومت له تېرو ۱۸کلونو راهیسې له ایران، ترکمنستان او تاجکستان څخه برېښنا اخلي، چې هر کال یادو هېوادونو ته ۲۵۰مېلیونه ډالر د برېښنا د لګښت پیسې ورکوي.