جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
86615313_2727712677304957_9112872638681710592_o

غني: طالبان د ارګ فشارونو مجبور کړل چې نسبي اوربند ومني

18 February 2020

ولسمشرغني د قول اردوګانو له قومندانانو او له والیانو سره ځانګړې غونډې کړې او هغوی ته یې د مونیخ کنفرانس په اړه نه یوازې معلومات ورکړي بلکې د سولې د احتمالي خطرونو د مخنیوي بحث یې هم ورسره کړی دی.

ولسمشر غني په دې غونډه کې ویلي، طالبانو د ارګ په فشارونو د تاوتریخوالي د کچې راکمول ومنل او اوس به د افغان دولت مرکچي پلاوی له واضحې کړنلارې سره د سولې مذاکراتو ته ولاړ شي.

ولسمشر ټینګار کړی چې د مذاکره کوونکي ټیم مؤثریت، مشارکت او د صلاحیت حدود مهم دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام به یې ورتعین کړي: ((د سولې مالکیت او رهبري د افغان حکومت په لاس کې ده خو د جنګ ختمول زموږ د خلکو غوښتنه ده.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو، امریکايي سرچینو او ارګ په ګډه سره څو راتلونکو ورځو کې د سولې د هوکړې د لاسلیک د احتمال خبر ورکړی دی چې ترې مخکې به یوه اوونۍ نسبي اوربند وي او ورپسې به د هوکړې تر لاسلیک وروسته افغاني مذاکرات په لسو یا پنځلسو ورځو کې پیلېږي.

غنی,کشورآژانس,ولسمشرغنی