جمعه, ۲۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
156982382

له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم له ایران سره خپلې پولې بندې کړې

24 February 2020

له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم د کورونا ویروسو د مخنیوي لپاره له ایران سره خپلې پولې بندې کړې.

افغانستان پرون پرېکړه وکړه چې نه یوازې له مځکنۍ لارې بلکې له هوايي لارې هم له ایران سره تګ راتګ موقتاً منع اعلانوي.

که څه هم د ایران حکومت د کورونا په ویروسو د ۸ تنو مړینه تاییدوي خو عام ایرانیان وايي چې تر دې څو برابره ډېر کسان په دې خطرناکو ویروسو مړه شوي او زرګونه نور پرې ککړ شوي دي.

د ترکیې حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې له ایران سره خپله پوله موقتاً بندوي څو ترکیې ته د کورونا د ویروسو د خپرېدو مخه ونیول شي.

د ترکیې د روغتیا وزیر فاهرتین کوچکا وویل«موږ وپتېله چې په ګاونډي ایران کې د کورونا د یوشمېر قضیو له ثبت کېدو وروسته له دې هیواد سره خپله پوله موقتاً بنده کړو. په ایران کې د کورونا ویروس په خطرناک ډول په خپرېدو دي…»

ده همداراز وویل چې له ایران څخه ترکیې ته موټر او رېلګاډي د یکشنبې د ورځې د مازدیګر له ۵ بجو وروسته نه شي راتلای خو له ترکیې څخه به اجازه وي چې ایران ته لاړ شي.

تراوسه پورې په ترکیه کې په کورونا ویروسو د چا د اخته کېدو دقیق مورد ثبت شوی نه دی خو د ایران پولې ته نژدې د ترکیې په وان ولایت کې ۵ تنه په دې شک تر درملنې لاندې دي چې ممکن په کورونا اخته وي.

د ترکیې تر اعلان مخکې پرون (یکشنبه) د افغانستان حکومت د کورونا ویروسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره په موقتي ډول له ایران سره هرراز هوايي او مځکنی تګ راتګ منع کړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کورونا ویروسو د خپرېدا د مخنیوي او په دې برخه کې له اړوندو وزارتونو سره د همږغۍ لپار د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې له نورو هیوادونو څخه د کورونا ویروسو د راتګ د مخنیوي لپاره دې له ایران او پاکستان څخه د هګیو، چرګانو او د چرګانو د غوښې واردات ودرول شي.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل چې تراوسه پورې په افغانستان کې په کورونا ویروسو د چا د اخته کېدو هیڅ قضیه ثبت شوې نه ده.

خو په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په هرات کې درې تنه په دې شک قرنطین شوي چې ممکن په کورونا ویروسو اخته وي. ویل شوي چې دا درې تنه له ایران څخه افغانستان ته تازه راغلي دي.

د الجزیرې تلویزیون پر اساس، تراوسه پورې له چین پرته، چې نژدې ۲۴۴۲ تنه پکې د کورونا په ویروسو مړه شوي او ۷۶۹۳۶ نور پرې اخته شوي او د ټول نفوس تر نیمايي زیات یې د دې ناروغۍ له کبله په کورونو کې محدود شوي، ایران دوهم هیواد دی چې د کورونا په ناروغۍ پکې ډېر کسان مړه شوي دي.

په ایټالیا کې بیا تراوسه ۳ تنه په کورونا ویروسو مړه شوي دي.

په همدې حال کې پرون د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي بهرنۍ رسنۍ تورنې کړې چې په ایران کې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو په اړه په تبلیغاتو د ایران انتخابات سبوتاژ کوي.

پاکستان د خپل بلوچستان ایالت په هغو سیمو کې، چې ایران ته نژدې دي، د کورونا ویروسو د خپرېدو له ویرې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

ګورجستان او عراق هم ایران ته د الوتکو تګ راتګ درولی دی.

 

افغانستان,ایران,ایران حکومت,پاکستان,ترکیه,کرونا,کشورآژانس,ویروس کرونا