جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
156913206

پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه

27 February 2020

پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د پاکستان روغتیا وزارت ویاند د یادې پيښې تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې یو ۲۲ کلن کس کې د کرونا ویروس موندل شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند په وینا، «یحیی جعفري ۲۲ کلن ځوان دی چې څو ورځې وړاندې له ایران څخه په هوایي لاره کراچۍ ښار ته راغلی دی».

نوموړی زیاتوي، پر کرونا ناروغۍ اخته کس او د هغه کورنۍ د روغتون ځانګړې څانګې ته انتقال شوي دي.

اونۍ وړاندې پاکستان د ایران سره په تفتان سیمه کې خپل سرحد تړلی و خو له یوې ورځې بند وروسته یې بیرته پرانیست.

اوس هم د ایران-پاکستان سرحد ته څیرمه په تفتان سیمه کې ۲۷۰ تنه چې له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي د ۱۴ ورځو لپاره په ځانګړي ځای کې قرنطین شوي دي.

تر دې دمه نږدې د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان په ګډون د کرونا ویروس خپور شوی دی، د افغانستان په هرات ولایت کې درې ورځې وړاندې یوه پېښه مثبته او شاوخوا ۱۰ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.

په منځني ختیځ کې کرونا ویروس هغه مهال په پراخه کچه خپور شو کله چې دوه اونۍ وړاندې د ایران په قم ښار کې ددغه ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه، تر دې دمه ایران کې د مړینو شمېر ۱۹ او د اخته ناروغانو شمېر ۱۴۰ تنو ته پورته شوی دی.

پاکستان,چین,کرونا,کرونا ویروس,کشورآژانس,ویروس کرونا