شنبه, ۲۹ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
(FILES) In this file photo taken on December 11, 2019, US Secretary of State Mike Pompeo holds a press conference at the State Department in Washington, DC. - US Secretary of State Mike Pompeo on December 21, 2019 described as "shameful" Russia and China blocking a UN Security Council resolution that would have extended for a year cross-border humanitarian aid to four million Syrians. (Photo by SAUL LOEB / AFP)

پمپیو: پر طالبانو هېڅ باور نه لرو، خو اوس خبره پر هوکړې د عمل ده

02 March 2020

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باورجوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره گډ کارکوي .

ښاغلي پامپيو د سي بي ايس له ټلويزيوني شبکې سره خبرو کې په همدې تړاو وويل ، ډېر خلک به د رسنيو دپام اړونې له پاره يو لړ خبري کوي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د امریکايي سي بي اس ټلویزیون نطاقې په وینا تازه له دوحې ستون شوی او مرکې ته ناست و، له عمده پوښتنو سره مخ و چې په هغه کې پر طالبانو د باور کولو، د بندیانو خوشې کولو او د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه د امریکا د پارلمان غړو ته د وضاحت ورکړه وه.

د سي بي اس ټلویزیون نطاقې مارګرېت برینا چې کله د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو څرګندونو په اړه ښاغلي پمپیو وپوښت چې د طالب بندیانو خوشې کولو باندې هوکړه نه ده شوې، ایا امریکا موافقه کړې چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو کې به مرسته کوي.

هغه وویل: “تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي ول، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواوو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي… ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت له پاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی. هغه بحثونه چې مو درلودل. موږ اوږده لار وهلې ده.

کله چې زه په دوحه کې وم د دفاع وزیر د ناټو له سرمنشي ین سټولټنبرګ په کابل کې و. هغوی یوه اعلامیه درلوده. د افغانستان د حکومت له خوا هم ژمنه وشوه. هېڅ څوک داسې ګومان نه کوي چې دا دې آسان کار وي. موږ د دې لپاره چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه کړو زمینه برابره کړې. او په افغانستان کې مو د امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو خطر کم کړی او هیله لرو داسې شرایط مو برابر کړي وي چې افغانان د څلوېښت کلنې جګړې له پاره حل لار موندلې وي.”

پرون ولسمشر غني په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا یوازې د طالب بندیانو د خوشې کولو د آسانچارۍ ژمنه کړې، په هوکړه کې دا خبره نشته.

ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشي کېدو په اړه “باید افغان ولس باوري وي، هغه چې خوشي کېږي، د ملت پر وړاندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اصلي ټینګار هم له طالبانو سره د هوکړې په رڼا کې عمل کول و، په تېره بیا د طالبانو له خوا چې د تاوتریخوالي کمولو په ګډون خپلې کړې ژمنې ترسره کړي.

 هغه وویل پر طالبانو هېڅ ډول اعتماد نه لري خو اوس خبره پر هوکړې د عمل کولو ده، او دده په وینا په دوحې کې هوکړې شرطونه او فضا مشخصه کړې او د اعتماد له پاره پر چا ډډه نه لګوي.

کله چې خبریالې له ښاغلي پمپیو پوښتنه وکړه چې پخوا خو یې طالبان ترهګر بللي ول ویلې ول اوس څنګه، زیاته یې کړه چې د ډېرو امریکایانو په وینو یې لاسونه لړلي دي.

ښاغلي پمپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هوکړې پټې ضمیمې هم شته که نه ویې ویل، د سند عامه برخه خپره شوې خو د دوو تطبیقي عنصرونو په نامه یې د یو څه یادونه وکړه چې وايي سري پوځي اسناد دي چې د امریکايي سرتېرو د خونديتابه له پاره مهم دي خو د امریکا د کانګریس غړي یې لیدلی شي .

امریکا,امریکا او طالبان,امریکایی,امریکایی چارواکو,پاکستان,پاکستان او افغانستان کرکیج,پاکستانی طالبانو,کشورآژانس,مایک پمپیو