there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
د امریکا او طالبانو موافقه په خطر کې ده
05 March 2020
په واشنګټن کې د هدسن څیړنیز مرکز د جنوبي او مرکزي آسیا د څانګې رئیس او په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د امریکا او طالبانو موافقه د کمیو ډکه ګڼي.
حسین حقاني وایي طالبان د افغانستان د ډیر محدود شمیر خلکو استازیتوب کوي او افغانان طالبان نه غواړي.
ښاغلي حقاني د امریکاغږ-اشناتلویزیون سره د چهارشنبې په ورځ (مارچ۴) مرکه کې وویل چې د شوې موافقې څخه امریکا او طالبان توپیرې تعریفونه لري.
د حقاني په باور، امریکا ګمان کوي چې د موافقې له مخې به افغانستان امن شي، او طالبان داسی انګیري چې امریکا به له افغانستان نه ووځي.
ښاغلي حقاني د (پاکستان: د جومات او پوځ ترمنځ) په نوم مشهوره کتاب لیکوال دی چې د طالبانو په څير د مذهبي ډلو سره د پاکستان د پوځ اړیکې څرګندوي. حقاني وایي طالبان داسی سوله غواړي چې د خپل اړخه ورته تعریف لري – یعنې ټول اړخونه مات شوي بولي او هر ډول عقیده چې ورته معتبره ده، هغه په ټول تحمیل کوي چې دا کار يي په خپل حاکمیت کې تجربه کړ او ښه پایلې يي نلرلې.