there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
د پاکستاني پوځ الوتکه رانسکوره شوې
11 March 2020
د پاکستان په پلازمېنه «اسلام اباد» کې د پاکستاني هوایي ځواک اړوند الوتکې سقوط کړی او په بشپړه توګه له منځه تللې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، یوه F-16 پوځي الوتکه په اسلام اباد کې «چاندتارا» څلور لارې ته نږې ځنګل کې لوېدلې او له منځه تللې.
د پاکستاني د هوایي ځواک اداره پېښه تاییدوي او وایي، لوېدلې الوتکې په اسلام باد کې د «پاکستان د دفاع ورځې» د رسم ګذشت لپاره تمرینات کول، چې سقوط یې وکړ.
د هوايي ځواک ادارې که څه هم د پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي، سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لېږلې او یو ځانګړی پلاوی یې د پېښې د څېړلو لپاره ګمارلی.
یاده دې وي، چې پاکستان هر کال د مارچ ۲۳ مه نېټه د خپلې دفاع د ورځې په نامه لمانځي، رسم ګذشت ترسره کوي او وسلې او الوتکې نندارې ته وړاندې کوي.