جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
terrors

طالبان: د خپل راتلونکي په هکله تصمیم نیول د افغانانو حق دی، د نظام تپلو هڅې تل ناکامې شوې

13 March 2020

طالبان وايي، د خپل راتلونکې په هکله تصمیم نیول او په دې برخه کې پرېکړه کول د افغانانو طبیعي حق دی او په افغانانو باندې د نظام د تپلو هڅې تل له ناکامي سره مخ شوې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «د افغان مسلمان ولس د سیاسي خود ارادیت» تر نامه لاندې خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د خپل راتلونکي په هکله تصمیم نیول د افغان ولس طبیعي حق دی. تاریخ ثابته کړې کله چې کوم بهرني ځواک یا هیواد هڅه کړې چې دا حق زموږ له مسلمان ولس څخه واخلي او دلته زموږ د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف د خپلې خوښې نظام وتپي، له تاریخي ناکامي سره مخامخ شوي. له بلې خوا يې افغان ولس ته هم بیساري کړاوونه او غمیزې راوړې دي او په هیواد کې د بربادۍ او اوږدو جګړو سبب ګرځیدلي دي.»

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «له همدې امله زموږ په کلکه غوښتنه، له امریکې سره په شوې توافقنامه کې په واضح ټکو لیکل شوي چې د افغانستان په کورنیو چاروکې به هیڅ هیواد لاسوهنه نه کوي. افغانان به د حریت په فضا کې د خپل راتلونکې په هکله پخپله تصمیم نیسي.»

د طالبانو په خبره، اوس ددې وخت رارسېدلی، چې دا اصل پلې شي او نور ځواکونه او جهتونه په هیواد کې د ناکامو تجربو له تکرار لاس واخلي او افغانان پرېښودل شي، په خپله خوښه خپل تصمیم ونیسي.

یاده دې وي، چې که څه هم د طالبانو په اعلامیه کې ظاهرا د کوم لوري لاسوهنو ته اشاره نه ده شوې؛ خو دا څرګندونې وروسته له هغه خپرېږي، چې څه موده وړاندې روسيې او امریکا د یوې ګډې اعلامیې له لارې او ملګرو ملتونو د یوې بېلې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار وکړ، د افغانستان اسلامي امارت بیا راګرځېدل ورته د منلو وړ نه دي.

طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې دوی د واک انحصار نه غواړي او هر ډول نظام چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال پرېکړه ورباندې وشي، دوی ته د منلو وړ دی.

دوحه,طالبان,طالبانو,قطر,کشورآژانس