جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
merlin_170481927_30f62570-82f7-49bc-85e4-067c34de0da2-videoSixteenByNine1050

د کرونا ويروس وېره؛ ټرمپ په ټوله امريکا کې بېړنی حالت اعلان کړی

14 March 2020

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی، تر څو دا ناروغي نوره خپره نه شي.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د رسنيو له استازو سره په خبرو کې وويل، د بېړني حالت د اعلان سربېره يې د عامې روغتيا وزارت ته د پنځوس ميليارده ډالرو بودجې ورکولو پرېکړه کړې، تر څو د هېواد په ټولو روغتونونو کې د کرونا ويروس د خپرېدو مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته شي.

د ټرمپ له اعلان وروسته د امازون سربېره ټولو انلاين شرکتونو خپلو کارکوونکو ته امر کړی، چې له خپلو کورونو دندو ته انلاين حاضر شي، همدارنګه په ټولو ايالتونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او کلتوري مرکزونه هم تړل شوي دي.

د ټرمپ په وينا د يوې ماشتې په ترڅ کې به په ټوله امريکا کې د کرونا ويروس د تشخیص پنځوس لکه ماشینونه په هر روغتون کې موجود وي.

د امريکا روغتيايي مرکزونه وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۶۷۸ کسان په کرونا اخته شوي او له دې ناروغۍ د مړو شوو کسانو شمېر ۴۱ تنه رسېدلی دی.

د دې سربېره ټرمپ ټول بحري سفرونه او همدارنګه د اروپا او امريکا ترمنځ د پروازونو ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.

د سوداګريزو مارکيټونو مخته بېروبار

د ټرمپ له پرېکړې وروسته په امريکا کې د سوداګريزو مارکيټونو او دوکانونو مخته د خلکو بېرو بار زيات شوی او خلک هڅه کوي، چې د خوراکي ستونزو د مخنيوي لپاره سر له اوسه خوراکي توکي په خپلو کورونو کې وساتي.

امریکا,ترامپ,دونالد ترامپ,کشورآژانس