جمعه, ۲۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
thumbs_b_c_d00fad712bd46b1c026e75c7b4d5884a

افغانستان کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۰ تنو ته لوړ شو

14 March 2020

د روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې یې د کورونا ۳ نورې مثبتې پېښې هم ثبت کړې دي.

تر دې وړاندې ۵ پېښې په هرات او ۲ په سمنګانو کې مثبتې ثبت شوې وې، خو اوس د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل، چې درې نورې پېښې هم ثبت شوې دي او په دې سره په افغانستان کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد.

د ښاغلي مایار په خبره دا درې نوې پېښې په بلخ، کاپيسا او سمنګان کې تشخیص شوې دي: (( په نوي حساب سره موږ د کورونا ۵ پېښې په هرات، ۳ په سمنګانن او په بلخ و کاپيسا کې یوه یوه مثبته پېښه لرو.))

د نوموړي په خبره دا مهال ۵۲ مشکوکې پېښې نورې هم تر څېړنو لاندې دي چې نتیه به یې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې روښانه شي.

افغانستان ته د کورونا ناروغي له ایرانه راخپره شوې ده چې تراوسه یې د مشکوکو پېښو شمېر له ۲۰۰ څخه اوښتی دی.

افغانستان,کرونا,کرونا ویروس,کشورآژانس